په زړه پورېروغتیا

د قهوې په اړه نوي څېړنه؛ ایا رښتیا د ناروغیو مخه نیسي؟

اړوند خبرونه:

په ۲۰۲۴ کال کې څنګه انلاین پیسې وګټو؟

د مدیریت پېژندنه، د هغې مهارتونه او دندې

قهوه د روغتیا لپاره ډېرې ګټې لري، خو د دې معنا دا نه ده چې مینه‌وال یې هر څومره چې یې زړه وغواړي څښلی یې شي.

په وروستیو کې د یوې نوې څېړنې پایلې خپرې شوې، چې د نړۍ له ګوټ‌ګوټ څخه د قهوې مینه‌والو ته یې ښه زېری ورکړ. د دې څېړنې له مخې، د منځني عمر ښځې د قهوې د څښلو له کبله زیات چانس لري چې په زړښت کې یې روغتیا ښه وي.

د امریکا د تغذیې د ټولنې په کلنۍ غونډه کې د ساینسپوهانو له خوا وړاندې شوې څېړنه ښيي: هغه ښځې چې ۳۰ کاله یې هره ورځ شاوخوا درې وړې پیالې کافئین لرونکې قهوه څښله، د بدني فعالیت له نظره تر نورو ډېرې فعالې پاتې وي، او د زړښت پر مهال له مزمنو ناروغیو یا ذهني ستونزو خوندي پاتې شوې دي.

سارا مهدوي، چې د دې څېړنې یوه لیکواله او د تورنټو پوهنتون د تغذیې علومو اسیستانته ده، په یوه بیان کې ویلي:

«که څه هم دا پایلې لومړنۍ دي، خو دا ښيي چې واړه او دوامداره عادتونه د اوږدمهاله روغتیا لپاره بنسټ کېدای شي.»

نورې څېړنې هم دا ښيي چې قهوه د ډېرو روغتیایي ګټو لامل کېدای شي — له دې جملې څخه د دوهم ډول شکرې د خطر کمېدل او د کولمو د سرطان له امله د مړینې کموالی شامل دي.

برتیل فردهلم، چې د سویډن په کارولینسکا انستیتوت کې د کافئین د اغېزو په اړه څېړنې کوي، وایي:

«دا نوې موندنې له هغه پخواني عمومي نظر سره همغږي دي چې قهوه د روغتیا لپاره ګټوره ده.»

نوموړي یورونیوز ته وویل:

«د قهوې معتدله اندازه مصرف، د ډېری خلکو لپاره تر ډېره مثبته اغېزه لري، نه منفي.»

خو ساینس د قهوې د ګټو په اړه څومره ډاډه دی؟

او آیا د قهوې ډول، د څښلو وخت، یا دا چې تاسې څوک یاست، مهم دي؟

دلته د قهوې د روغتیایي ګټو د تازه موندنو لنډیز وړاندې کېږي:

د قهوې روغتیایي ګټې په څه کې دي؟

قهوه له هغو مرکباتو ډکه ده چې د التهاب ضد ځانګړتیاوې لري، لکه کلوروجنیک اسید، چې په کرم او مڼو کې هم پیدا کېږي.

afghan 2025 06 25t161858.146
د قهوې په اړه نوي څېړنه؛ ایا رښتیا د ناروغیو مخه نیسي؟

د نړۍ د سرطان څېړنو صندوق وایي چې دا مرکبات زموږ د بدن میتابولیزم او د انسولین د کچې د تنظیمولو طریقه ښه کولای شي.

ډاکټر لو چی، چې د تولین پوهنتون د چاغښت د څېړنې مرکز مشر دی، وایي:

«قهوه انټي‌اکسیدان لري، کولی شي التهاب کم کړي او د وینې جریان ته وده ورکړي.»

خو باید وویل شي چې ټول کافئین‌لرونکي مشروبات یو شان ګټې نه لري، او که قهوه له ډېرو خوږو یا شیدو سره وڅښل شي، ښایي ګټې یې له منځه ولاړې شي.

آیا د قهوې د څښلو وخت مهم دی؟

په شاوخوا ۴۱ زره کسانو ترسره شوې څېړنه ښيي، هغه کسان چې قهوه سهار وختي څښي، د هغو په پرتله چې ټوله ورځ یا هېڅ قهوه نه څښي، د مړینې کمه کچه لري — په ځانګړي ډول د زړه ناروغیو له امله.

همداراز، دا څېړنه ښيي چې د قهوې څښل د ورځې په نورو وختونو کې کولای شي د بدن داخلي ساعت ګډوډ کړي، چې همدا د میتابولیزم تنظیم ته مهم دی.

خو دا څېړنې ځینې محدودیتونه هم لري، مثلاً دا امکان شته چې د سهار قهوه‌څښونکي ممکن داسې دندې ولري چې د روغ پاتې کېدو شرایط ورته اسانوي.

آیا د قهوې څښل خطر لرلی شي؟

د روغتیا نړیوال سازمان پخوا ګومان کاوه چې قهوه ممکن د سرطان لامل شي، خو په ۲۰۱۶ کال کې یې له ۱۰۰۰ ډېرې څېړنې وارزولې، او پایله یې دا وه چې کافي شواهد نشته چې وښيي قهوه سرطان پیدا کوي.

سره له دې، سازمان خبرداری ورکړی چې ډېر تاوده مشروبات (لکه ډېره توده قهوه) کولی شي د مرۍ د سرطان خطر زیات کړي.

د قهوې ګټې دا معنا نه لري چې باید دوه چنده وڅښل شي، ځکه څېړونکي لا نه دي پوه شوي چې تر کوم حده یې ګټې دوام لري، او کله له سالم مصرف څخه «زیات‌مصرف» ته اوړي.

عمومي سپارښتنه دا ده چې خلک باید په ورځ کې په متسوې ډول، دوې تر درې پیالې قهوه وڅښي.

د قهوې ډول هم مهم دی: نا فلتر شوې قهوه (لکه اسپریسو) کې یو ماده ده چې کلېسټرول لوړوي، خو فلتر شوې قهوه دا ماده نه لري.

آیا قهوه د هر چا لپاره ګټوره ده؟

په یوه کلمه: نه.

هغو کسانو ته چې لوړ فشار یا د خوب ستونزې لري، سپارښتنه کېږي چې د کافئین په مصرف بیا کتنه وکړي، ځکه قهوه کولی شي د زړه ستونزې یا د خوب ګډوډي رامنځته کړي.

ډاکټران همداراز سپارښتنه کوي چې امېندوارې مېرمنې دې د کافئین لرونکې قهوې مصرف محدود کړي، تر څو د سقط، د کم وزن ماشوم، یا تر وخت مخکې زیږون خطر کم شي.

کافئین د امیندوارۍ پر مهال د بدن په وینه کې اوږده موده پاتې کېږي، او ځینې څېړنې ښيي چې د ډېرو کچو کافئین مصرف ممکن د ناوړه پایلو سبب شي.

د سارا مهدوي څېړنه هم دا ښيي چې جنیټيکي فکتورونه دا ټاکي چې قهوه پر چا څومره اغېز کوي، نو هغه کسان چې د کافئین زغم یې کم دی، باید ډېره قهوه ونه څښي.

پایله:

ډېری خلک د سهارنۍ قهوې له پیالې څخه خوند اخیستلی شي — ځکه دا خوندي ده، او ښايي د ورځې د روغ ژوند یوه برخه وي.

خو باید هېر نه شي چې، که څه هم قهوه ګټې لري، خو د سالم خوراکي رژيم یا فزیکي فعالیت ځای نه شي نیولی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button