سپورټ

د افغانستان غوره لیګ یا (APL) د ترسراوي قرارداد لاسلیک شو

اړوند خبرونه: 

د افغانستان کرېکټ بورډ؛ یونس خان د افغان لوبډلې روزونکی وټاکل شو

د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې

کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې د افغانستان د شل اوریز غوره لیګ(اې‌پي‌اېل) د پیل او ترسره کېدو تړون یې له یوه پانګوال سره لاسلیک کړ.

افغان کرکټ بورډ نن(سه‌شنبه، د جولای لومړي نېټه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د افغانستان د شل اوریز غوره لیګ د پیل او ترسره کېدو تړون یې له یوه پانګوال سره لاسلیک کړی ده.

بورډ ویلي، چې دغه تړون تېره ورځ (دوشنبه، د جون ۳۰مه) په متحده عربي اماراتو کې د راتلونکو لسو پړاونو لپاره لاسلیک کړی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات دوه ورځې وړاندې خامه پرېس سره په خبرو کې ویلي، چې د APL یا د افغانستان غوره لیګ د بیا پیل لپاره له یو نړیوال بنسټ سره د قرارداد پر امضا کولو خبرې روانې دي.

د معلوماتو له مخې، په دې پړاو کي به پنځه لوبډلې ګډون کوي او د نورو لیګونو سره د لږ توپیر له مخې، هره يوولس کسيزه لوبډله به ۸ افغان او ۳ بهرني لوبغاړي وي.

باید وویل شي چې له دې سره به افغان لوبغاړو ته یو ځل بیا زمینه برابره شي چې له نړیوالو لوبغاړو سره اوږه په اوږه لوبه وکړي او د هغوی له تجربو ګټه واخلي.

د یادولو ده چې د افغانستان پریمیر لیګ (APL) چې په ۲۰۱۸ کال کې په لومړي ځل ترسره شو او د یو لړ ستونزو له امله ودرېد.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button