مفتي عبدالمتین قانع: بدخشان کې د کوکنارو اړولو کمپاین روان دی

اړوند خبر:
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د کوکنار کښت ۱۹٪ زیات شوی
طالب مسوولان وایي، په بدخشان کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو عملیات په عادي ډول جریان لري.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ويلي، د دوی د رهبر هبة الله له فرمان سره سم په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو عملیات د پخوا په څېر عادي روان دي.
قانع رسنیو ته منلې، چې د بدخشان ستونزه د خلکو پر پوهاوي حل شوې او وضعیت تر کنټرول لاندې دی.
هغه ویلي: “له بده مرغه د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو له عملیاتو یو شمېر مغرضو کسانو، چې مافیا ګڼل شوي؛ غوښتل، چې خلک د نظام پر وړاندې را وپاروي، خو د خلکو پر پوهاوي ستونزه حل شوې او وضعیت تر کنټرول لاندې دی.”
قانع داسې مهال د کوکنارو له منځه وړلو د کمپاین د دوام خبره کوي، چې څو ورځې وړاندې په یاد ولایت کې عامو خلکو د طالبانو د دې کمپاین پر ضد لاریونونه پیل کړل.
د یادو لاریونونو پرمهال دواړه لورو ته د مرګ ژوبلې راپورونه هم خپاره شول.
پرون چهار شنبه هم په یاد ولایت کې د امنیتي وضعیت ډاډ ورکړ.