
اړوند خبرونه:
ډاکټر عبدالله عبدالله: پر ایران د اسرائیلو بریدونه نامشروع دي
د ایران د پارلمان رئیس: پر اسراییل برید ‘غاښ ماتوونکی ځواب’ دی
امریکا د اسرائیل پر وړاندې د ایران ګواښونه جدي بللي
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې اسراییل د ایران په وړاندې د احتمالي پوځي اقدام لپاره چمتووالی نیسي، په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې ایران غواړي خپل اټومي پروګرام بیا ژوندی کړي.
اکسیوس پرون (دوشنبه، د جولای ۷) د دوو سرچینو په حواله چې له دې موضوع سره بلد دي خبر ورکړی، چې اسراییلي چارواکي باور لري چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ممکن په ځینو شرایطو کې په ایران باندې نوي اسراییلي بریدونه تصویب کړي.
راپور ورکړل شوی چې دا مسله د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د اسراییلي لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ټرمپ سره د وروستۍ غونډې په جریان کې د بحث یوه مهمه موضوع وه.
نتانیاهو هڅه کوي چې د ایران سره د متحده ایالاتو د راتلونکو اټومي خبرو اترو او هغو سناریوګانو په اړه چې کولی شي نوي نظامي بریدونه توجیه کړي، له ټرمپ سره همغږي وکړي.
د نتانیاهو لوړ پوړي سلاکار، رون ډیرمر، په شخصي غونډو کې اسراییلي چارواکو ته ویلي چې واشنګټن ته د هغه د وروستي سفر وروسته د هغه تاثر دا دی چې د ټرمپ اداره به په ځینو شرایطو کې د اسراییلي بریدونو ملاتړ وکړي.
د دې شرایطو څخه یو د ایران هڅې دي چې د فوردو، نتانز او اصفهان له زیانمنو تاسیساتو څخه غني شوي یورانیم لرې کړي. بل شرط د اټومي پروګرام، په ځانګړې توګه د یورانیم غني کولو تاسیساتو د بیارغونې پیل دی.
دا راپورونه په داسې حال کې راځي چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د وروستیو بریدونو او د متحده ایالاتو په منځګړیتوب د نازک اوربند له امله د اسراییل او ایران ترمنځ تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی.
اسراییلي چارواکو ټینګار کړی چې د خپل اټومي پروګرام د بیا پیلولو لپاره د ایران هر ډول اقدام به د پوځي غبرګون سره مخ شي، په ځانګړې توګه که چیرې دا د متحده ایالاتو د خاموش ملاتړ سره مل وي. دې پرمختګونو په سیمه کې د شخړو د زیاتېدو احتمال په اړه اندیښنې راپورته کړې دي.