کرکټ لوبه څه باندې یوه پېړۍ وروسته اولمپيکي سیالیو کې ومنل شوه

اړوند خبرونه:
د افغانستان کرېکټ بورډ؛ یونس خان د افغان لوبډلې روزونکی وټاکل شو
د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې
کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه
د کرکټ نړیوالې شورا اعلان وکړ، څه باندې یوه پېړۍ وروسته د اولمپیکي سیالیو نړیوالې کمېټې کرکټ د ۲۰۲۸ کال اولمپیکي سیالیو کې شامل کړ.
د کرکټ نړیوالې شورا نن(پنجشنبه، د جولای ۱۷مه) اعلان وکړ، څه باندې یوه پېړۍ وروسته د اولمپیکي سیالیو نړیوالې کمېټې کرکټ د ۲۰۲۸ کال اولمپیکي سیالیو کې شامل کړ.
د کرکټ نړیوالې شورا زیاته کړې، د ۲۰۲۸ نړیوالو اولمپيکي سیالیو کې کرکټ په شل اوریزه بڼه ترسره کیږي، چې په دې پړاو کې به ۶ د نارینهوو او ۶ د ښځینهوو لوبډلې ولوبیږي.
د یادونې وړ ده، چې ۱۲۸ کاله وړاندې کرکټ د پاریس اولمپیکي سیالیو کې د یوې لوبې په توګه ترسره شوی و.
باید وویل شي چې کرکټ وروستی ځل د پاریس په اولمپیک کې شامل شو، کله چې یوې بریتانوۍ لوبډلې یوې فرانسې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
همدارنګه په اولمپیک کې د کرکټ شاملول کولی شي د سویلي اسیا مالي بازارونه او د پاکستان او هند په څېر هېوادونو څخه د لوبې مینهوال راجلب کړي.
د ۲۰۲۸ المپیک سیالیو کوربه د امریکا لاسانجلس ښار دی.
د نړیوالې اولمپیک کمیټې اجرایوي بورډ د روان کال د مارچ ۹مه د لاس انجلس د شل اوریزو کرکټ، بیسبال/سافټبال، سکواش، بیرغ فوټبال او لاکروس لپاره د تنظیم کونکو وړاندیز ومانه.