طالبان او اروپايي ټولنه د WTO غړیتوب پر احیا خبرې کوي
اړوند خبرونه:
د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج
شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي
د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د اروپايي ټولنې له استازو سره یې د سوداګرۍ په نړیوال سازمان (WTO) کې د افغانستان د غړیتوب د بیا ژوندي کولو او د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه مهمې خبرې اترې کړې دي. دا لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې چې افغانستان له نړیوالې انزوا او سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دی او د نړیوالې سوداګرۍ له نظام سره بیا یوځای کېدل ورته حیاتي ارزښت لري.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د صنایعو او سوداګرۍ مرستیال، احمدالله زاهد، په کابل کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې، ورونیکا بوسکوویچ پوهار، سره په لیدنه کې د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او لارو چارو بحث وکړ. د خبرو په سر کې د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان د ځنډول شوي غړیتوب د بیا فعالولو موضوع وه. دواړو لورو هوکړه وکړه چې د دې غړیتوب بیا احیا کول به د افغانستان د اقتصاد لپاره یو مثبت ګام وي.
د دې تر څنګ، په ناسته کې د افغانستان د صادراتي توکو لپاره د بهیر پر اسانولو، د نړیوالو نندارتونونو له تنظیموونکو ادارو سره د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د اړیکو پر جوړولو، او په دې نندارتونونو کې د افغانستان د خصوصي سکتور د فعال ګډون پر هڅولو هم هر اړخیزې خبرې وشوې. د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند، عبدالسلام جواد اخندزاده، ویلي چې د اروپايي ټولنې استازې ژمنه وکړه چې دا ټول مطرح شوي موضوعات به په جدي توګه وڅېړي او پایلې به یې په راتلونکي کې له دوی سره شریکې کړي.
دې لیدنې د افغانستان د خصوصي سکتور په منځ کې هم مثبت غبرګونونه راپارولي دي. یو شمېر سوداګرو او اقتصادي فعالانو د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د هېواد د غړیتوب بیا احیا کول د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یو کلیدي اقدام بللی دی. د اقتصادي چارو کارپوهان هم په دې باور دي چې که دا غړیتوب بیا فعال شي، افغانستان به وکولای شي د بهرنۍ سوداګرۍ، په ځانګړې توګه د وارداتو او صادراتو په برخه کې، د شته خنډونو یوه لویه برخه له منځه یوسي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان په ۲۰۱۵ کال کې له اوږدو هڅو وروسته د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کړی و، خو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه غړیتوب په عملي توګه وځنډول شو. دا سازمان، چې تر ۱۵۰ ډېر هېوادونه یې غړیتوب لري، د نړیوالې سوداګرۍ لپاره قوانین او اصول ټاکي او د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو شخړو په حل کې مرسته کوي.