سیمه

اسحاق ډار: پاکستان د افغانستان سولې او ثبات ته ژمن دی

اړوند خبر:

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سبا شنبه افغانستان ته سفر کوي

د پاکستان مرستیال لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمداسحاق دار وايي چې، هېواد یې د افغانستان په اړه د سولې، ثبات او هوساینې ته ژمن دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه (تلې دویمه) پر خپله اېکس‌پاڼه د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د تماس ډلې د لومړنۍ غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی.

دار په غونډه کې څرګنده کړې چې افغانستان باید له انزوا څخه وژغورل شي او د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو څخه یې وغوښتل چې له شرط پرته بشري مرستې د افغانانو لپاره برابرې کړي، د سوداګرۍ او بانکي سیستمونو بیارغونه وکړي، سیمه‌ییزې اړیکې پراخې کړي او د نړیوالو ژمنو د تطبیق لپاره خبرې وکړي.

هغه همدارنګه د پاکستان د خوندیتوب په اړه د افغانستان له خاورې د احتمالي ګواښونو له امله اندېښنه څرګنده کړه او له طالبانو یې وغوښتل چې، د تروریزم پر وړاندې مشخص او د باور وړ اقدامات وکړي، څو سیمه‌ییز امنیت تضمین شي.

اسحاق دار همدارنګه د اسلامي همکاریو سازمان د متخصصینو د یوې کاري ډلې د جوړېدو وړاندیز وکړ، څو د افغانستان د ثبات لپاره یوه تګ‌لاره ترتیب کړي.

هغه ټینګار وکړ چې تلپاتې سوله یوازې د صداقت، متقابل درناوي او سیاسي ارادې له لارې ممکنه ده.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button