کرېکټ؛ د پاکستان په ماتي سره، هند نهم ځل د اسیا جام خپل کړ
اړند خبر:
کرېکټ؛ د افغانستان، سریلانکا او بنګله دېش برخلیک نن ټاکل کېږي!
هند د کرکټ د اسیا جام په پایلوبه کې پاکستان ته د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د نهم ځل لپاره یې د اسیا جام اتلولي خپله کړه.
په همدې سیالیو کې د هند کرېکټ لوبډلې دوه ځله نور هم پاکستان ته ماتې ورکړې وه.
د اسیا جام د پایلوبې پچه د هند لوبډلې وګټله او هغوی د لومړي ځل لپاره د ډګر ساتنې او توپ اچونې پرېکړه وکړه.
پاکستان د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۹.۱ اور کې هند لوبډلې ته د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه.
هندي توپ اچونکي کولدیف یادو ۴ پاکستاني لوبغاړي وسوځول. د پاکستاني لوبغاړي صاحبزاده فرهان بیا تر نورو لوبغاړو ډېرې ۵۷ منډې جوړې کړې.
د هند کرکټ لوبډلې د خپلو پنځو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۹.۴ اور کې دغه هدف پوره کړ او پاکستان ته یې د ۵ ویکټو په توپير ماتې ورکړه.
هندي توپوهونکي تیلک ورما په ۵۳ توپونو ۶۹ ناسوځېدلي منډې جوړې کړې.
دواړه ټیمونه د ۱۹۸۴ کال له لومړي اسیا کپ وروسته لومړی ځل و، چې په مستقیم ډول په پایلوبه کې له یو بل سره مخامخ شول.
په اسیا جام سیالیو کې د افغانستان په ګډون اتو لوبډلو په دوو ګرپونو کې برخه اخیستې وه، چې افغانستان په لومړي پړاو کې له دغه سیالیو ووت او د څارونکو په خبره د تمې خلاف یې ښې لوبې ونکړې.