د ټرمپ ۲۰ نکاتي پلان | سپړنه: علي خان
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په غزه کې د نسل وژنې د پای ته رسولو لپاره د ۲۰ نکاتي پلان اعلان وکړ، سپینې ماڼۍ کي د ټرمپ او اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د مطبوعاتي کنفرانس څخه څو شیبې مخکې د پلان بشپړ متن خپور کړ، دلته د طرحي٢٠ ماده اېزو نکاتو ته په کتو سره غواړم دا یو طرفه ، غیر عادلانه اسراييل پلوه ،فلسطين دښمنه طرحي مهم ټکي او اهداف ئې د تاند له قدرمنو لوستونکو سره هم شريک کړم.
د ټرمپ او نتن ياهو تر منځ ګډې طرحي او موافقې ته په کتو سره چې د حما–س له ازادي غورزنګ سره ئې له پیله نه ده شريکه کړي او نه ئې د ۲۰ نکاتي طرحي په جوړلو کي له هغوئ سره مشوره کړي ده، په دې معنی چې دا يوازي د ټرمپ او نتن ياهو تر منځ توافق دئ، د ترمپ له نتن یاهو سره له لیدنې ورووسته ئې هغه نکات هم له نظره وغورځول کوم چې ټرمپ په نيویارک کي د خليج او نورو اسلامي هیوادونو له ولسمشرانو سره د خبرو په جریان کي پرې توافق ته رسېدلي ؤ، مصر، ترکيه، سعودی عربستان او اردن، د طرحي له بدلون څخه راضي نه ښکاري، د ټرمپ له ناڅاپه طرحي اعلانولو سره سم معلومه شوه چې دا يو طرفه او ډيره ستونزمنه طرح ده، چې د مقابل لوري غوښتنې او ليد لوری پکي له پامه غورځېدلی دئ، ټول هغه نکات په کي رانغښتي دي کوم چې د اسراييلی سیکيوريټي غوښتنو په محور راڅرخي.
ټرمپ د غزی په طرح کي د امن کميټي يادونه هم کړي ده چې د ” سولي بورډ ” نوم ورکړ شوی، چې ټرمپ به ئې خپله رياست پر غاړه لري او د انګليس پخوانی صدرآعظم جنايت کار ټوني بلېر به ئې غړی وي.
داسي راپورونه هم شته “د اسراییلي اخبار hareetz” په قول چې بلېر به د دې ادارې مشري کوي، او د ادارې لوړ پوړي تصميم نیونکي چارواکي به
د میلیاردرانو بورډ تشکیلوی،
د غزې نړیوال انتقالي اداره، یا ګیتا، هغه نوم دی چې نوي ادارې ته ورکړل شوی دی، .
د مسودې له مخې، ګیتا به د یو نړیوال بورډ لخوا “د انتقالي دورې په جریان کې د غزې لپاره عالي سیاسي او قانوني واک لري“.
په حقیقت کې، دا به غزه په بشپړه توګه د فلسطینیانو له لاسونو څخه وباسي،
ټرمپ او بلیر په قصدي ډول د “سولې بورډ” ته د غزې په سپارلو سره هڅه کوي چې د غزې له خپل فلسطیني هویت څخه بې برخې کړي.
د ټرمپ ، نتن ياهو او ټوني بلېر نن او پرون سابقي ته په پام سره به کله هم په انسانيت مين وګړي پرې باور ونه کړي، د بلېر مثال هغه ګېدړې ته ورته دی کوم چې غواړي د غوښو ساتونکې شي، دا ډول طرحه ښکاره دوکه ده، غواړي فلسطينيان پرې وغولوي، بد توافق او د فلسطين لپاره ستونزمنه دردونکې آينده!. چې بايد ونه منل شي.
يو شئ چې نتن ياهو ئې نه غواړي هغه امن دئ، نتن ياهو تيره اونۍ د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلي له سټيج نه په لوړ او قهر جن غږ سره وويل : هيڅ کله به د فلسطين په نوم هيواد جوړ نه شي، او نه به ئې جوړولو ته پريږدو.
سپينه ماڼۍ او تل حبيب بې له دې چې له فلسطينيانو سره د حل لپاره په ګډه طرحه توافق وکړي، وروسته له هغه چې د اسراييل دوه کلن جنګ او نسل وژنه په غزه کي، نتن ياهو او
غربي ملګري ئې هغه هدف ته چې غوښتل ونه رسيدل، جنګي جنايت کاران کښينستل فيصله ئې وکړه هغه هم يو طرفه او غير عادلانه،
امريکا، بريتانيا او خرڅ شوي عرب هيوادونه کله هم مخلص منځګړي نه شي کيدای، دوئ ټول ئې په ګډه هڅه کوي چې د امن او په غزه کي د نسل وژنې جنګ درولو تر وهم او خيال لاندي په خپلو هيوادونو کي د عوامو غم او غوصه خاموشه کړي.
د ټرمپ او نتن ياهو بيړنۍ ليدنه او بيا ۲۰ نکاتي طرحه په غزه کي د دواړو پر ناکامي دلالت کوي، هدف ئې د اسراييلي يرغملو د خلاصون لپاره يو تيار شوي پلان د يوې بلي دوکې په بڼه کي تمثيلوي، چې نړۍ وال دوکه کړي، هغه څه چې د جنګ په ميدان کي ئې تر لاسه نه کړل خو اوس غواړي د سياسي چل ول په مټه ئې وګټي، ترمپ حماس ته د څلورو ورځو وخت ورکړی دی، طرح مطالعه، ومني او ځواب ورکړي.
په دې طرح کي د فلسطين ، او غزه کي د روانې نسل وژنې د حل لپاره د اطمينان وړ ګارنټي نه تر سترګو کيږي.
لومړی– داسي څه په کي نشته چې د فلسطينيانو د ساتنې تضمين دي وکړي.
دوهم– دا تضمين هم په کي نشته چې په غزه کي به د نسل وژنې جنګ په ټپه ودريږې.
دريم– په طرحه کي د غزي د بيا پراختيا يادونه شوي ده، نه د فلسطين هيواد د جوړولو تضمين؟، هماغه پخوانۍ د اوسلو ۱۹۹۳ تړون لوبه او شل کلنه تير ويستنه!،
څلورم – داسي يو بند په کي نشته چې اسراييل دې د اور بند او اشغال ختمولو ژمنه کړې وي، لازمه خو دا وه چې لومړی نسل وژنه ودريدلې وای او بيا خبرې شوې وای.
پنځم – د دې طرحي نکات اسلوب او ژبي کارولو نه له ورايه معلوميږې چې اسراييل هيڅ بند ته د سرغړوني په صورت کي ملتزم نه دی ګڼل شوی، هر کله که اسراييل وغواړي بيرته جنګ پيېل کړي ورسته له هغي چې بنديان ئې ورخوشي سي، وائې به له اسراييلو سره د حماس له خوا د ورکړو ژمنو تخلف کړی دئ، د کومو چې موږ ترې توقع لرله، ځکه له جنګ نه سوا بل بديل نلرو! بښنه غواړو ښاغلی رئيس جمهور ( ټرمپ).
ښپږم– د حماس او نورو ډلو مخ نیوی چې د غزې په حکومتولۍ کې به مستقیم يا غیر مستقیم هیڅ ډول رول ونلري، دوئ به هله عفوه کړای شي چې خپلې وسلې ای اس ايف ته وسپارې، که وغواړي دريم هیواد ته ولاړ شي لاره به ورته خلاصه وي.
اووم– د سیمه ایزو شریکانو لخوا به تضمین ورکړل شي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې حماس او نورې ډلې به د خپلو مکلفیتونو سره سم عمل کوي او نوې غزه به خپلو ګاونډیانو ته ګواښ نه رامینځته کوي او که چیرې حماس مکلفیتونه پوره نه کړي، د ای اس ايف ” نړۍ وال ثبات ځواکونه“، ګاونډیو او نړۍ والو ملګرو لخوا به ئې په وړاندي اقدامات صورت نیسي.
اتم – دا هغه بې خونده سناريو ده چې د نسل وژنې مخه نه نيسي، خو برعکس به د يو اوږد مهاله ( ای اس ايف) ” نړۍ وال ثبات ځواکونو” د اشغال پيلامه وي ، د بهرنيو امريکايې، انګليسي او عربي فوځونو لخوا !، داسي يو ملا ماتوونکی اشغال چې نه به دوئ خپل اقتصادي او سياسي واک ولري ، نه به ئې خپل سرحد په واک او کنټرول کي وي او نه به د غزې خلکو فردي ، اجتماعی او فرهنګي فلسطينی هویت پر ځائ پاتي شي