اقتصاد او سوداګريسیمه‌ییز

سږکال به خوست ولایت له ۲۲زرو ټنو زیات د سرو املوکو حاصلات ولري

اړوند خبرونه:

د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي

په خوست ولایت کې د سرو املوکو سږني حاصلات نېږدې ۲۲ زره ټنه ښودل شوي او کېدای شي دغه وزن نور هم پورته لاړ شي.

د یاد ولایت د طالبانو د رسنیو دفتر ویلي، چې په دغه ولایت کې پر ۶۹هکتاره ځمکو کې د سره املوکو باغونه جوړ شوي او سږ کال به ترې ۲۱زره او ۵۲۸ټنه حاصلات راټول شي.

د طالبانو د ولایت ویاند مستغفر ګربز ویلي چې، د حاصلاتو دغه ډېروالی د خوست ښه اقلیمي شرایطو او د بزګرانو د پوهاوي پایله ده.

خو یو شمېر خوست مېشتو ولسونو افغان‌ناو خبرې شبکې ته ویلي چې دغه ولایت کې زراعت ریاست بزګران ته هېڅ ډول اسانتیا نه شي برابرولی.

دوی زیاتوي چې د خوست ولایت زراعت ریاست د فلج کېدو حالت ته نږدې شوی دی.

په دې وروستیو کې په خوست او یو شمېر ولایتونو کې د سرو املوکو باغونه زیات شوي او ورځ نه بلې ته په هېواد کې د سرو املونو تولید په زیاتېدو دی.

کرنیز پوهان وایي، د افغانستان دیو شمېر ولایتونو لکه خوست، لغمان، ننګرهار ښه آب و هوا د میوه جاتو په ځانګړي ډول د سرو املوکو زیات عاید ته زمینه برابره کړې ده.

خوستي بڼوال هم سږني حاصل ته خوشبینه دي او د ښې ګټې تمه لري.

خوست هغه ولایت شمېر کېږي چې زیات نفوس یې د لوړو زده کړو خاوند او بهر مېشتي زیات مساپر او سوداګر هم لري.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button