اړوند خبرونه:
د طالبانو اعلامیه: د هند او پاکستان تر منځ زیاتېدونکی کړکېچ د اندېښنې وړ دی
هند پر پاکستان د «سندور» عملیات پیل او ۹ سیمې یې په نښه کړي
مجاهد اسلام اباد ته؛ ژر تر ژره د داعش ډلې مشران کابل ته وسپارئ
په کندهار کې سرچینو افغانناو ته ویلي چې د نن سهار شاوخوا څلورو بجو راهیسې په سپینبولدک کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سخته نښته پیل شوې او ملکي وګړو ته هم پکې مرګژوبله اوښتې ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخې چې هلته پاکستاني لوري د ملکي خلکو کورونه په توپونو ویشتلي او ډېر خلک له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ شوي دي.
ځینو ناتایید شویو سرچینو دا هم ویلي چې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د سپینبولدک دروازه له منځه وړل شوې ده.
په ورته مهال د سپینبولدک ولسوالۍ د اطلاعاتو امر، علي محمد حقمل رسنیو ته منلې چې نن سهار هلته د افغان او پاکستاني لورو ترمنځ نښته پیل شوې چې لا هم پکې له سپکو او درنو وسلو استفاده کېږي.
همداراز د کندهار ځینو اوسېدونکو پر ټولنیزو پاڼو لیکلي چې پاکستان د عامو خلکو پر کورونو د درنو وسلو بریدونه پیل کړي دي.
د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضلالرحمن پرون د پاکستان او افغانستان تر منځ د ارامۍ او رغنده تعامل غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دواړه هېوادونه باید نه یوازې وسلهوالې نښتې ختمې کړي، بلکې د خبرو جګړه هم بنده کړي، ځکه دا په سیمه کې تاوتریخوالی زیاتوي.
افغانستان د پاکستان د سولې وړاندیز رد کړ، دفاع وزیر او د ISI مشر ته یې ویزې ونه ورکړې
د پاکستاني رسنیو د راپر له مخې، مولانا فضلالرحمن له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل، ده پخوا هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې مهم رول لوبولی او که اړتیا وي، دا کار بیا هم کولای شي.
هغه زیاته کړه: «زه له افغان مشرانو سره په تماس کې یم، هغوی هم غواړي چې مسایل د متقابل تفاهم او خبرو له لارې حل شي.»
مولانا فضلالرحمن ټینګار وکړ چې که څه هم اوس اوربند شوی، خو دا هم مهمه ده چې د «خبرو اوربند» هم وساتل شي.
د ویلو ده چې تېره شپه په خوست کې هم د فرضي کرښې تر څېرمه د افغان ځواکونو او پاکستاني پولهساتو ترمنځ نښته رامنځته شوې وه چې کوم چا ته پکې ځاني زیان نه و اوښتی.