د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مشر د شهید عبدالغفور عابد له کورنۍ سره وکتل
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې پکتیا کې د شهید عبدالغفور عابد له کورنۍ سره خواخوږي او د ټپي شوي خبریال تواب ارمان پوښتنې وکړه.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوول جمیل وقار نن(دوشنبه، د تلې ۲۸مه) خبر ورکړ، چې د پاکستان په بې رحمانه بریدونوله امله د شهید عبدالغفور عابد له کورنۍ سره یې خواخوږي وکړه او د نوموړي کورنۍ ته په پام کې نیول شوې مالي مرسته یې ورته وسپارله.
وقار د عبدالغفور عابد يو بل خبریال او د هغوی موټر چلوونکی ټپيان شول، د زیانمنو له کورنيو سره د خواخوږۍ په موخه پکتیا ته تللی دی.
نوموړي له کورنۍ سره په کتنه کې د کمېټې مسوول د دغې غمجنې پېښې په اړه د غمرازۍ شریکولو تر څنګ وویل، چې عابد د افغانستان د رسنيز کور فعال غړی او د نوموړي د لاسه ورکولو په پېښه سخت غمجن يوو.
په دغه سفر کې په سویل ختيځ زون کې د کمېټې مسوول فاروق جان منګل او پکتیا کې د کمېټې استازي ساحل منګل د کمېټې د وقار ملګرتیا وکړه.
نوموړي همدراز د یادې پېښې له ټپيانو سره ولیدل، مالي مرسته مرسته یې ورسره وکړه او ویې ويل، چې افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د دوی د لا ښې درملنې لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو لپاره به زیار وباسي.