سیاستسیمه

د پاکستان د پوځ رسنۍ: استانبول کې له افغانستان سره روانې خبرې له خنډ سره مخ دي

د پاکستان پوځ او استخباراتو ته نژدې رسنۍ وايي چې په استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې له خنډ سره مخامخ شوي دي.

سما ته، چې د پاکستان له پوځ سره تړاو لري، خپلو سرچینو ویلي چې د طالبانو د پلاوي سخت دریځ او د جدي‌توب نشتوالي د پرمختګ مخه ډب کړې ده.

تر دې مخکې هم پاکستاني رسنیو څو ځلې د خپلو امنیتي ادارو په حواله د خبرو د ناکامېدو او پای ته رسیدو راپورونه وکړي دي. ظاهراً پاکستان هڅه کوي له دې لارې په خبرو کې پر خپل مقابل لوري فشار زیات کړي.

د سما په ادعا پاکستان ټینګار کړی چې په ترهګرۍ ضد دریځ کې به هیڅ ډول “نرمي” ونه کړي.

د سما د سرچینو د معلوماتو له مخې، د خبرو اترو دوه پراخ پړاوونه چې تر ۳۰ ساعتونو ډېر وخت یې ونیو، د پام وړ نتیجه نه ده لرلې. په درېیم پړاو کې هم، چې د دوشنبې په ورځ (نن) ترسره کېږي، د کومې مهمې لاسته راوړنې هیلې کمزورې دي.

د سما له راپور سره سم، پاکستاني لوري په خبرو کې اسناد وړاندې کړي چې پکې ثبوتونه موجود دي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو لپاره کارول کېږي.

د افغانستان د طالبانو حکومت تراوسه پورې د پاکستان د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي. طالبان د دغو خبرو په اړه، د دواړو خواوو د موافقې پر اساس، نه غواړي مخکې تر مخکې څه ووايي.

د طالبانود حکومت ویندوی نن ملي راډیو تلویزوین ته وویل چې دوی د خبرو پایلو ته منتظر دي.

ده زیاته کړه« موږ باور لرو، چې ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي؛ خو که پر افغانستان برید وشي، ځواب به ورکړل شي.»

د ترهګرۍ په اړه د پاکستان څرګندونې

سما ته خپلې سرچینې ویلي چې د پاکستان پلاوي یو ځل بیا د هېواد اصولي دریځ تکرار کړ چې پاکستان د افغانستان سوله او ثبات غواړي، خو د ترهګرو ملاتړ، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) ملاتړ نه شي زغملای.

اسلام‌اباد پر طالبانو غږ وکړ چې د ترهګرو شبکو د له‌منځه وړلو لپاره عملي او قاطع اقدامات وکړي او اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د فعالیتونو لپاره وکارول شي.

د پاکستان پوځ: د ډیورنډ فرضي کرښې له لارې د داخلېدو پر مهال د ټي ټي پي ۲۵ غړي وژل شوي

سرچینه د پلاوي له خولې نقل کوي: “پاکستان به د خپلو پولو د ساتنې او د خلکو د امنیت د خوندي کولو لپاره هر اړین ګام پورته کړي.”

د طالبانو پلاوی په تبلیغاتو تورن شو

سما زیاتوي، له موضوع سره بلدو چارواکو ادعا وکړه چې د طالبانو پلاوی د امنیتي اندېښنو د حل په برخه کې جدي نه و او پر ځای یې د ټولنیزو شبکو له لارې د پاکستان پر ضد پر تبلیغاتو تمرکز وکړ.

دوی وویل، د طالبانو لوری هڅه کوله چې له اصلي موضوع د خلکو پام واړوي، منفي فضا رامنځته کړي، او د پاکستان مشروع امنیتي اندېښنې کم‌رنګه ښکاره کړي.

سما همداراز لیکلي «امنیتي سرچینې زیاتوي چې د طالبانو د پلاوي دلایل “بې‌منطقه” او له ځمکنیو حقایقو لرې وو، او ادعا کوي چې کابل د هند تر اغېز لاندې هڅه کوي د خبرو بهیر له کوږ کړي».

د خبرو د ناکامۍ پړه پر طالبانو واچول شوه

سرچینې وايي چې د استانبول د خبرو د ناکامۍ بشپړه پړه د طالبانو پر حکومت لویږي، ځکه چې هغوی له پیل څخه “هیڅ ډول اخلاص” نه دی ښکاره کړی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button