سیاستسیمه

د پاکستان دفاع وزیر: افغانستان دې موږ ته د سولې ضمانت راکړي

اړوند خبرونه:

د افغانستان زلزلې ځپلو ته د متحده عربي اماراتو بېړنۍ مرستې او ژغورونې ټیم

د افغانستان ختیځ دوو شدیدو زلزلو ولړزاوه

زلزله؛ د مړو شمېر ۱۰۰۰ او د ټپیانو شمېر ۲۵۰۰ ته ورسېده

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، افغانستان باید د پاکستان د سولې ضمانت ورکړي

په داسي حال کې چې په پاکستان کې ناامني ورځ تر بلې زیاتېږي او د پاکستان پوخ یې په مخنیوي کې پاته راغلی، د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف وايي چې افغانستان باید د پاکستان د سولې ضمانت وکړي، او که اوسنی وضعیت دوام ومومي، باید د هغې پایلو ته چمتو وي.

هغه «سماء ټلویزیون» ته په مرکه کې وویل چې له افغانستانه ترهګري او سرحدي بریدونه باید په بشپړ ډول پای ته ورسېږي، او که دوام وکړي، نو د دواړو هېوادونو تر منځ هوکړه به خپل ارزښت له لاسه ورکړي.

خواجه آصف ټینګار وکړ چې د پاکستان د سولې ضمانت باید د کابل او ټولو اړوندو لورو له خوا ورکړل شي، ځکه چې دوامداره بې‌ثباتي به د افغانستان په زیان تمامه شي.

راپورونه وايی چې پاکستان د افغانستان د طالبانو له حکومته غواړي چې په خپله خاوره کې یې د ټولو بریدونو مخه ونیسي خو افغان طالبان وايی چې د پاکستان په خاوره کې د بریدونو د مخنیوي ضمانت نه شي کولی او دا د پاکستان خپل کار دی چې مخه یې ونیسي.

هخواجه اصف څرګنده کړه چې پاکستان به د هېڅ ترهګرې ډلې، په ځانګړي ډول د ټي ټي پي (TTP) او د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) ونه زغمي، او له پولې رااوښتونکي بریدونه به له کلک ځواب سره مخامخ شي. آصف وویل، پاکستان به هېڅکله له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه په خپل دریځ کې شاتګ ونه کړي.

دا هم ولولئ:  ذبیح الله مجاهد: د افغان ملي ماڼۍ د جوړولو چارې پیل شوې

د هغه په وینا، د پاکستان له لوري د استانبول په خبرو کې شامل کسان به له افغان طالبانو سره په راتلونکو خبرو کې هم ګډون وکړي تر څو د هوکړې جزئیات وروستي کړي.

ده زیاته کړه: «که پرمختګ وشي، ښايي جګپوړي چارواکي هم ورسره یوځای شي. د نوومبر په ۶مه به د سرحدي فعالیتونو د څارنې لپاره یو نوی میکانیزم جوړ شي.»

آصف وویل، افغان طالبانو د TTP د غړو د لېږد په بدل کې لس میلیارده روپۍ غوښتې وې، خو هغوی هېڅ راز ضمانت ورکولو ته چمتو نه وو. ده زیاته کړه، پاکستان چمتو و چې له دې ډېرې هم ورکړي، خو کابل د ژمنې ډاډ ور نه کړ.

هغه وویل، ترکیه او قطر د باور وړ دوستان دي او د منځګړیتوب رول لوبوي، ځکه د پاکستان ګټې دواړو هېوادونو ته مهمې دي. ده زیاته کړه: «زه په ترکیه او قطر باور لرم، خو په افغان طالبانو نه. زه د ترکیې او قطر خبره منم، نه د طالبانو.»

پاکستان وروسته له دې چې د افغانستان د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي هند ته سفر وکړ، پر کابل او پکتیکا په دې پلمه هوايی بریدونه وکړل چې د ټي ټي پي غړي یې په نښه کړي دي.

خواجه آصف وویل، د هند صدراعظم نریندرا مودي سیاسي حیث له لاسه ورکړی او هڅه کوي چې د سیاسي امتیاز لپاره مصنوعي ډرامې جوړې کړي. ده خبرداری ورکړ چې که هند کومه تېروتنه وکړي، پاکستان به ورته سخت ځواب ورکړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button