سپورټ

له راشد خان سره «خان بنسټ» پرانیستغونډه کې نجلۍ د هغه مېرمن وه

اړند خبر:

کرکټ؛ افغان ملي لوبډله به نن له بنګله دېش سره د سریز وروستۍ لوبه کوي

راشد خان وايي، د روان کال د اګسټ په دویمه یې هغې نجلۍ سره واده وکړ او خواشيني یې څرګنده کړې، چې د بنسټ په پرانیستغونډه کې یې د هغې نجلۍ په موجودیت خلکو ناسم اټکلونه وکړل.

څو ورځې وړاندې افغان کرکټر راشد خان سره د «خان بنسټ» په پرانیستغونډه کې یوه نجلۍ مله وه، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې د خلکو بېلابېل غبرګونونه او اټکلونه را وپارول.

ملي اتل راشد خان په دې تړاو ویلي، چې حقیقت روښانه دی او هغه یې مېرمن ده.

خان زیاته کړې، چې د کومې مینې، امن او ملګرتیا هیله من و، هغه یې مېرمن مجسمولای شي.

تر دې وړاندې راشد خان د روان کال اکټوبر کې کابل کې د لوړې کچې واده وکړ، خو هغه تازه بیان کې د واده نېټه د اګسټ دویمه ښودلې.

راشد دا نه ده روښانه کړې، چې آیا دا یې لومړی او که دویم واده دی؟

بل لورته راشد خان له هغو خلکو هم مننه کړې، چې له نوموړي یې ملاتړ او درک څرګند کړی دی.

پر خواله رسنیو ګڼ شمېر هېوادوالو ویلي، چې راشد خان د خپلې خوښې د ژوند کولو حق لري او خلک باید هغه «ناسم دود» ختم کړي، چې د نورو په شخصي ژوند کې ځانته د مداخلې حق ورکوي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button