د هرات زعفران؛ د لسم پرلهپسې کال لپاره د نړۍ د غوره کیفیت لرونکي زعفرانو لومړی مقام ترلاسه کړ

د هرات زعفران د لسم پرلهپسې کال لپاره د نړۍ د غوره کیفیت لرونکي زعفرانو لومړی مقام وګاټه. په دې مقاله کې د بروکسل د سیالیو جزیات، د هرات د زعفرانو د حاصلاتو کچه او د صادراتو په اړه بشپړ معلومات ولولئ.
د هرات زعفران یو ځل بیا ثابته کړه چې په نړیواله کچه د کیفیت او خوند له پلوه بېساري دي. د بلجیم په بروکسل ښار کې د “خوند نړیوال انسټیټیوټ” د لسم پرلهپسې کال لپاره د هرات زعفران د نړۍ د غوره کیفیت لرونکي زعفرانو په توګه اعلان کړل او لومړی مقام یې ورته ورکړ.
دا نړیواله سیالي د افغانستان، ایران، اسپانیا او یونان ترمنځ وه، چې د نړۍ په کچه د زعفرانو تر ټولو لوی تولیدونکي هېوادونه بلل کېږي. د افغانستان زعفرانو د خپلو پیاوړو سیالانو په ماتولو سره یو ځل بیا د هېواد نوم په نړۍ کې روښانه کړ.

د هرات زعفران، د انتخاب معیارونه او د مسوولینو څرګندونې
د زعفرانو د یوې کمپنۍ مسوول، جلیلاحمد ملکي د دغې لاسته راوړنې په اړه وویل: «د خوند نړیوال انسټیټیوټ هر کال له هغو هېوادونو څخه چې د زعفرانو په برخه کې کار کوي، نمونې غواړي. له دقیقې بررسۍ وروسته دا په ډاګه شوه چې د هرات زعفران تر ټولو غوره دي. په دې سیالۍ کې د نړۍ د نورو پیاوړو هېوادونو زعفران هم وو، خو زموږ زعفرانو لومړی مقام ترلاسه کړ.»
بل خوا، د زعفرانو د صادراتو په اړه د یوې کمپنۍ مسوول، سید مسعود له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې له سوداګرو سره د زعفرانو د صادراتو په برخه کې نوره مرسته هم وکړي او د چټکو او ډاډمنو صادراتو زمینه ورته برابره کړي.

د هرات زعفران، ولې د نړۍ هېوادونه د هرات زعفران خوښوي؟
د افغانستان د زعفران کنسرسیوم مسوول، عبدالخالق خدادادي په دې باور دی چې د نړۍ په بازارونو کې د افغاني زعفرانو د مشتریانو د زیاتوالي اصلي لامل د هغوی طبیعي والی دی. هغه وایي: «د نړۍ ډېر هېوادونه د افغانستان زعفران خوښوي، ځکه کیفیت یې خورا لوړ او په بشپړ ډول طبیعي دي.»
د سیمهيیزو مسوولانو په وینا، په تېرو کلونو کې په هرات ولایت کې د زعفرانو راټولول او پروسس په عصري او معیاري ډول ترسره شوي، چې دې چارې په نړیوالو بازارونو کې د هغوی بیې او تقاضا نوره هم لوړه کړې ده.

د تولید او کرنې تازه شمېرې
په هېواد کې د زعفرانو د ټولنې رییس، محمد ابراهیم عادل وایي چې زعفران اوس په یو مهم سوداګریز بوټي بدل شوي دي. د هغه په وینا، سږکال یوازې پر یو زر او ۵۰۰ هکټاره نوې ځمکه باندې زعفران کرل شوي دي.
د افغانستان د زعفرانو د ټولنې د شمېرو له مخې:
سږنی حاصل: تر ۴۰ ټنو زیات زعفران ترلاسه شوي دي.
د کرنې ساحه: په ټول هېواد کې تر ۱۲ زره هکټاره زیاته ځمکه باندې زعفران کرل شوي.
د کار زمینه: شاوخوا ۸۰ زره کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول د زعفرانو په کښت، پروسس او پلور بوخت دي.
د هرات زعفران نه یوازې د افغانستان د اقتصاد لپاره یوه لویه بریا ده، بلکې د هېواد د زراعتي محصولاتو لپاره په نړیواله کچه یو معتبر اعتبار هم دی. د کروندګرو د لېوالتیا زیاتوالی او د صادراتو پراختیا ښيي چې د افغانستان “سره زر” کولی شي په نږدې راتلونکي کې د هېواد په ځان بسیاینه کې مهم رول ولوبوي.



