په زړه پورې

د روژې مبارکې میاشت؛ په پېشلمي او روژه ماتي کې د روغتیا ساتنې لارښود

په د روژې مبارکې میاشت کې د روغتیا ساتلو لپاره کوم خواړه اړین دي؟ په دې مقاله کې د پېشلمي او روژه ماتي لپاره د ګټورو خوړو، سبزیو، مېوو او صحي غوړو په اړه بشپړ معلومات ولولئ.

د روژې مبارکې میاشت د عبادت ترڅنګ د روغتیا ساتنې لپاره هم یو غوره فرصت دی. په روژه ماتي او پیشلمي کې د سمو خوړو انتخاب خورا مهم دی، ځکه چې دا خواړه د انسان پر روغتیا مستقیم اغیز لري. په اوسط ډول د روژې په میاشت کې له ۱۷ تر ۱۸ ساعتونو پورې روژه نیول کېږي، نو ځکه باید داسې خواړه وکارول شي چې بدن ته اړینه انرژي ورسوي.

shutterstock 1069551956

د روژې مبارکې میاشت، په پېشلمي کې کوم خواړه وخورو؟

په د روژې مبارکې میاشت کې پېشلمی د ورځې د انرژۍ اصلي سرچینه ده. روغتیاپالان سپارښتنه کوي چې په پېشلمي کې لاندې خواړه شامل کړئ:

۱. د روژې مبارکې میاشت، مېوې او سابه

دا چې مېوې او سابه په زیاته کچه فایبر لري، نو د روژې په میاشت کې یې کارول خورا ګټور دي. مېوې او سبزي انسان تر ډېره وخته موړ ساتي او له قبضیت څخه مخنیوی کوي. دغه راز په مېوو کې شته وېټامینونه او معدني مواد د بدن معافیت لوړوي.

maxresdefault 2

۲. وریجې او کاربوهایدرېت لرونکي خواړه

هغه خواړه چې فیبر او کاربوهایدرېت لري، لکه قهوه یي وریجې او سبوس لرونکې ډوډۍ، د بدن د اړتیا وړ انرژي تولیدوي. دا خواړه په تدریجي ډول انرژي خوشې کوي، چې په پایله کې یې د ورځې په اوږدو کې ژر نه وږي کېږئ.

دا هم ولولئ:  د عدنان سميع خان٤٩مه کليزه

۳. غوښه او لبنیات

د چرګانو غوښه (له پوستکي پرته) او کم غوړ لرونکي لبنیات د پروټین بډایه سرچینې دي. دا خواړه د بدن د غښتلتیا او دفاعي سېستم لپاره ګټور دي. همدارنګه، هغه لبنیات چې کلسیم لري، د هډوکو په کلکوالي کې مرسته کوي.

په روژه ماتي کې د انرژۍ بیا ترلاسه کول

روژه ماتی هغه وخت دی چې د ورځې په اوږدو کې له لاسه وتلې انرژي باید بېرته جبران شي. په د روژې مبارکې میاشت کې د روژه ماتي پر مهال باید داسې خواړه وخوړل شي چې ټول اړین مواد (وېټامینونه، پروټین او کاربوهایدرېت) ولري. که څه هم ممکن ډېری خلک ټولو مېوو او سبزیو ته لاسرسی ونه لري، خو هڅه باید وشي چې لږ تر لږه یو مقدار سابه او مېوه په دسترخوان کې شتون ولري ترڅو روغتیا مو تضمین شي.

download 1

د غوړو په کارولو کې احتیاط

په د روژې مبارکې میاشت کې باید د غوړو کچه راټیټه شي. روغتیاپالان له جامدو غوړو څخه د ډډې کولو سپارښتنه کوي، ځکه چې دا غوړ د وینې رګونه بندوي او د زړه د سکتې او لوړ فشار لامل کېږي.

غوره انتخابونه:

مایع غوړي: لکه د سویا او کانولا غوړي چې د بدن لپاره لږ زیانمن دي.

ګټور غوړي: د انګورو د هستې او کنجدو غوړي تر ټولو غوره انتخابونه دي.

د غوړو بدلول: هڅه وکړئ په هرو دوو میاشتو کې خپل د پخلي غوړي بدل کړئ (مثلاً یوه میاشت د کنجدو او بله میاشت د سویا غوړي وکاروئ).

د روژې مبارکې میاشت کې د روغتیا ساتنه په شعوري تغذیه پورې تړلې ده. د مېوو، سبزیو، پروټینونو او صحي غوړو په کارولو سره تاسو کولی شئ دا میاشت په پوره انرژۍ او سالم بدن سره تېره کړئ.

زرینه نوري

زرینه نوري یوه د ټولنیزو مسلو خبریاله ده چې د ښځو د حقونو، د زده‌کړې د لاسرسي، او د ټولنې د پرمختګ په اړه لیکنې کوي. د هغې راپورونه د ټولنیز بدلون، برابرو فرصتونو، او د افغان ښځو د ځواکمنېدو موضوعات روښانوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button