۲۰ اوریز نړیوال جام؛ افغان ملي لوبډله نن له جنوبي افریقا سره برخلیک ټاکونکې لوبه کوي

په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې نن د افغانستان او جنوبي افریقا ترمنځ برخلیک ټاکونکې سیالي ترسره کېږي؛ پوه شئ چې د افغان لوبډلې د مخکې تګ چانسونه څومره دي او لوبه په کوم لوبغالي کې ده؟
د ۲۰۲۶ کال د کرکټ ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالۍ په خورا حساس پړاو کې دي او نن پکې درې مهمې لوبې ترسره کېږي. په دغو سیالیو کې د افغان مینه والو پام د افغانستان او جنوبي افریقا لوبې ته اوښتی دی، چې د افغان ستورو لپاره د بل پړاو د لار موندلو په مانا ده.

د افغانستان وضعیت په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې
افغانستان په (ډي) ګروپ کې ځای لري، چې د روان ۲۰ اوریز نړیوال جام یو له ستونزمنو ګروپونو څخه شمېرل کېږي. دا په دغو سیالیو کې د افغان ملي لوبډلې دوهمه لوبه ده. تر دې وړاندې افغانستان خپله لومړۍ مسابقه نیوزیلنډ ته بایللې وه، ځکه خو نننۍ بریا ورته د اوبو او ډوډۍ حیثیت لري. که افغان لوبډله دا سیالي وبایلي، بل پړاو ته یې د وتلو چانس تقریباً له منځه ځي.

۲۰ اوریز نړیوال جام، د لوبې وخت او تخنیکي جزیات
دغه حساسه لوبه نن د چهارشنبې په ورځ د کابل په وخت د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د هند د ګوجرات ایالت په احمدآباد ښار کې پیلېږي. د لوبې کوربه د نړۍ تر ټولو لوی «نریندرا مودي» لوبغالی دی. د کرکټ یو شمېر کتونکي په تېره لوبه کې د نوراحمد لکڼوال د کمښت یادونه کوي او تمه ده چې په دې لوبه کې به په جوړښت کې ځینې بدلونونه راوستل شي. که څه هم افغانستان په خپل ګروپ کې دوې نورې نسبتاً کمزورې لوبډلې هم لري، خو په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې د باور پیدا کولو لپاره دا بریا حیاتي ده.

نورې لوبې او وروستي بدلونونه
د نن ورځې په نورو سیالیو کې په (بي) ګروپ کې استرالیا او آیرلنډ په سریلانکا کې سره مخ کېږي او درېیمه سیالي به په (سي) ګروپ کې د انګلستان او ویسټ انډیز ترمنځ وي.
د یادونې وړ ده چې په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې پرون هم په زړه پورې پایلې ثبت شوې؛ نامیبیا هالنډ ته ماتې ورکړه، نیوزیلنډ متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه او پاکستان په خپلې لومړۍ لوبې کې پر متحدوایالتونو برلاسی شو. اوس به کتل کېږي چې افغان اتلان په نننۍ برخلیک ټاکونکې لوبه کې څه کوي.



