د نقد اخلاقي روایت؛ ولې په کره کتنه کې “څنګه ویل” له “څه ویلو” ډېر مهم دي؟

پوه شئ چې د نقد اخلاقي روایت څه مانا لري او ولې په کره کتنه کې “څنګه ویل” د “څه ویلو” په څېر یا ترې هم ډېر مهم دي. دا راپور په ادبي او علمي نقد کې د اخلاقي معیارونو تاریخي، کلتوري او عملي اړخونه راسپړي.
په معاصر فرهنګي او علمي ډګر کې، “اخلاق” یو انتزاعي او پېچلی مفهوم دی چې کوټلی تعریف یې په ټولو بشري حوزو کې یو شان نه دی. هغه څه چې په یوه ټولنه کې د اخلاقي فضیلت په توګه پېژندل کېږي، ممکن په بله کې د رد وړ وي. دا توپیرونه د کلتوري او اجتماعي شرایطو زېږنده دي، چې اخلاقي معیارونه قرارداد شوي او نسبي بولي. په همدې اساس، کله چې د نقد اخلاقي روایت تر بحث لاندې راځي، نو دا مفهوم نور هم تخصصي او پېچلی کېږي، په ځانګړي ډول په ادبیاتو او علمي کره کتنه کې.

د نقد اخلاقي روایت، د اخلاقو نسبي ماهیت او اجتماعي مسوولیت
د اخلاقو نسبي ماهیت د دې لامل ګرځي چې په بیلابیلو شرایطو کې د یوې خبرې د بیانولو طرز او چلند توپیر ولري. د مثال په توګه، په شرقي ټولنو کې د مشر پر وړاندې چوپتیا د ادب نښه ده، په داسې حال کې چې په غرب کې ممکن د پوښتنې یا بې تفاوتۍ په مانا وبلل شي. له همدې امله، کله چې د اجتماعي علومو په اړه عامو خلکو ته معلومات ورکوو، نو د ټولنې کلتوري او اجتماعي قیودو ته پام ساتل اړین دي. خو په پوهنتون کې محصلینو ته، د علمي اصولو او اخلاقو پر بنسټ، باید په بشپړه توګه سپینه او شفافه توګه حقایق وړاندې شي. دا ښیي چې د نقد اخلاقي روایت په خپل ماهیت کې څو اړخیز او شرایطو پورې تړلی دی.
د نقد اخلاقي روایت، په ادبیاتو او نقد کې اخلاقي ابعاد
ادبیات چې هم تخلیقي او هم علمي اړخونه لري، اخلاقي موارد یې په دوه ډوله دي:
۱. د منځپانګې اخلاق (What to Say): دا د متن داخلي اړخ دی چې په کلاسیکو شعري متونو کې د وعظ، نصیحت او نیکو تصوراتو په بڼه ښې بېلګې لري.
۲. د طرز اخلاق (How to Say): دا د بیان اندازه او بڼه ده، یعنې یو پنځګر چې “څه” وایي، په کوم انداز او “څنګه” یې وایي؟
په نوې کره کتنه او نقد کې، که څه هم اخلاقي منځپانګې ته هغسې اهمیت نه ورکول کېږي چې اساس یې وګڼل شي، خو د نقد اخلاقي روایت په ځانګړي ډول د “څنګه ویلو” له طرز او انداز سره تړلی دی. که یو نقاد یو متن تحلیلوي، نو د هغه د ویلو انداز خورا مهم دی.
د “څنګه ویلو” حیاتي اهمیت په نقد کې
تاسو ممکن ووایئ چې “څنګه ویل” خو په تخلیقي متونو کې د پام وړ دي، په نقد او کره کتنه کې ولې د “څه ویلو” پر ځای دا مهم وي؟ په حقیقت کې، “څنګه ویل” داسې عمومي ارزښت لري چې هم د هنر له زاویې او هم د علمي پرایې له نظره د اعتبار وړ دی. که موږ د هنري ارزښت لپاره “څنګه ویلو” ته اهمیت ورکوو، نو په سنجیده او علمي مسایلو کې باید د موثریت لپاره هم دا مهم وګڼو. د مثال په توګه، کله چې زه په نقد کې یوه خبره کوم، باید په پام کې ولرم چې د خبرې ترڅنګ د ویلو انداز مې هم د خبرې په اندازه مهذب او بامکالمه وي. د نقد اخلاقي روایت له همدې ځایه خپل ارزښت پیدا کوي.

معاصر نقد او اخلاقي نرمښت
معاصر نقد هم چې د منځپانګې له پلوه د “څنګه ویلو” پر خوا متمرکز دی، دا یې حق او طرف جوړېږي چې د خپلې پیرایې دغه اړخ ته د یوه خورا اخلاقي مسیر په توګه پام راوګرځوي. دا پدې مانا ده چې که د خبرې، مانا او تعبیر هر څه وي، خو طرز یا د ویلو انداز به یې غیر متنازعه، جنجالي او سرشیندونکی نه وي. بلکې د نقد اخلاقي روایت په توګه به نرم، ملایم او پوست موست وي، ترڅو نه بل څوک زخم کړي او نه یې د خپلې خبرې شکل او طرز زخم او ناسور وي.
په نقد کې یوه اخلاقي خبره د هغه موضوع یا مضمون اړوند “څه” لیکل هم وي او ممکن یو نقاد یې همدې ژمنتیا ته په کتو بل هېڅ اړخ ته پام ونکړي. خو دا یاد ساتل پکار دي چې که نقد هر څومره د “څه ویلو” له پلوه عالي وي، خو چې د “څنګه ویلو” اړخ یې کمزوری، بې موجبه، تېز او توند وي، یا یې لهجه سپکه او ښکنځلماره وي، دا که نقد هم وي، نقد ځکه نه دی چې همدغه “څه” یې د نقد اساس او اهداف معلوموي، چې هدف یې د یوه متن یا ماتن سپکول، رټل او توهینول دي، نه هغه “څه” چې د معاصر نقد اساسي او بنسټیز هدف ګڼل کېږي.

پایله: د نويو نقادانو مسوولیت
په افغانستان کې چې لا هم د ګوتو په شمېر نقادان لرو، نويو کره کتونکیو ته د دې چانس ډېر دی چې د خپل نقد او لار په انتخاب کې له دغسې نویو اخلاقي نورمونو یا په اصطلاح د نقد اخلاقي روایت پر “څنګه ویلو” په طرز او لار خپلولو کې له کافي سوچ او فکر نه کار واخلي. دا لار او انتخاب چې هر څنګه وي، خو اخلاقي مورد او روایت به یې اولین او بنسټیز شرط او اساس وي. هغه نقادان او لیکوال چې دغه اړخ یې کمزوری یا نه یې لري، که هر څه یې لیکلي او نقد کړي وي، څوک به یې چندان خبره او نقد وانخلي، ځکه همدا اولین او اساسي شرط به یې معلوم او څرګند وي، چې نه یې لري.



