په زړه پورې

والنټاین او ګېلنټاین: د مینې او دوستۍ نمانځنه په دوو مختلفو بڼو

والنټاین او ګېلنټاین: د فبرورۍ په میاشت کې د مینې او دوستۍ دوه ورځې. والنټاین د رومانټیکې مینې نمانځي او ګېلنټاین بیا د ښځو ترمنځ د دوستۍ او یووالي ځانګړې ورځ ده. په دې مقاله کې د دواړو ورځو په اړه بشپړ معلومات ولولئ.

په ټوله نړۍ کې د فبرورۍ میاشت د مینې او اړیکو د نمانځنې میاشت ده، خو ډیری خلک یوازې د والنټاین په ورځ پوهیږي. په داسې حال کې چې د دې مشهورې ورځې څخه یوه ورځ مخکې، یوه بله ځانګړې ورځ هم لمانځل کیږي چې د “ګېلنټاین” په نوم یادیږي. دا مقاله د دواړو ورځو په اړه معلومات وړاندې کوي او د هغوی اهمیت په ګوته کوي.

What s the story behind Valentine s Day The Mandatory Training Group UK 1a031238 7fda 4a57 9054 bcadc4947c44

والنټاین او ګېلنټاین، د والنټاین ورځ: د رومانټیکې مینې نړیواله نښه

د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې هر کال د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه د والنټاین په نوم، چې د مینې نړیواله ورځ بلل کېږي، نمانځل کېږي. دا یوه داسې ورځ ده چې مینه وال د خپل ژوند له ملګري، کوژدنې یا خوښې وړ کس سره خپله مینه او احساسات څرګندوي. په دې ورځ، معمولاً ډالۍ ورکول کیږي، ګلونه تبادله کیږي، او ځینې وختونه جوړې د ګډ ژوند نوې لاره غوره کوي یا خپله اړیکه لا پیاوړې کوي. والنټاین او ګېلنټاین که څه هم دواړه د فبرورۍ په میاشت کې راځي، خو د نمانځنې او مفهوم له پلوه سره توپیر لري.

د ګېلنټاین ورځ: د ښځو د دوستۍ او یووالي نمانځنه

خو ډېر خلک نه پوهېږي چې له همدې ورځې یوه ورځ مخکې، یعنې د فبرورۍ په ۱۳مه، یوه بله ځانګړې ورځ هم شته چې د “ګېلنټاین” ورځ بلل کېږي. دا ورځ د ښځو ترمنځ د دوستۍ او له یو بل سره د مینې د نمانځلو ورځ ده. د والنټاین او ګېلنټاین ترمنځ اصلي توپیر همدا دی چې ګېلنټاین پر رومانټیکې مینې تمرکز نه کوي، بلکې د ښځینه ملګرو ترمنځ د ژورې دوستۍ، یووالي او خوښۍ لمانځلو ته وقف شوې ده.

دا هم ولولئ:  دغه ښایسته صحنه چا ولیده
valentine day 1024x576 1

دا ورځ په ځانګړي ډول په اروپایي او لوېدیځو هېوادونو کې ورځ تر بلې مشهوره کېږي. په دې ورځ ښځې له خپلو نژدې ملګرو سره ځانګړي محفلونه جوړوي. ځینې رستورانونو ته ځي، ځینې بیا په کورونو کې مېلمستیاوې جوړوي. تفریح، یو بل ته ډالۍ ورکول، موسیقي او د ډي‌جې محفلونه هم د دې ورځې برخه وي. د دې ورځې ځانګړنه دا ده چې دا محفلونه یوازې د ښځو لپاره وي او نارینه پکې ګډون نه لري. دا یو فرصت برابروي ترڅو ښځې خپلې ملګرتیاوې پیاوړې کړي او د یو بل ملاتړ ته ارزښت ورکړي.

د مینې او دوستۍ دوه اړخیزه نمانځنه

نو لکه څنګه چې د والنټاین ورځ د رومانتيکې مینې یوه نړیواله نښه ده، همداسې ګېلنټاین د ښځو د دوستۍ، خواخوږۍ او متقابل ملاتړ د ستاینې یوه ځانګړې او خوږه ورځ ده. د والنټاین او ګېلنټاین دواړه ورځې په فبرورۍ کې د اړیکو اهمیت په ګوته کوي، خو په مختلفو بڼو. د ګېلنټاین د ورځې مینه‌وال هر کال زیاتېږي، ځکه چې دا ورځ د ښځو ترمنځ د پیاوړې اړیکې او یووالي ارزښت ته وده ورکوي.

Happy Valentines Day

زرینه نوري

زرینه نوري یوه د ټولنیزو مسلو خبریاله ده چې د ښځو د حقونو، د زده‌کړې د لاسرسي، او د ټولنې د پرمختګ په اړه لیکنې کوي. د هغې راپورونه د ټولنیز بدلون، برابرو فرصتونو، او د افغان ښځو د ځواکمنېدو موضوعات روښانوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button