هنر او ادب

د شعر له زاویې د هنر جلوې؛ د شعور، تخیل او کایناتي ښکلاګانو ننداره

دا مقاله د شعر له زاویې د هنر جلوې راسپړي؛ پوه شئ چې څنګه شعر د ژوند ناویلي ګوټونه روښانه کوي، د طبیعت ژبه ګرځي او د انساني شعور ذوقي تنده په هنري انداز خړوبوي.

د هنرونو په جادویي نړۍ کې شعر هغه ځانګړی مقام لري چې د انساني شعور او لاشعور ذوقي تنده مدام شادابه او خړوب ساتي. لکه څنګه چې ارواښاد استاد پسرلی وايي:

Literature 1

د شعر له زاویې د هنر جلوې، شعر دی له ښه زړه به وتلی وي

ښکلی عبارت چې اثر هم لري

کله چې موږ غواړو د هستۍ پر ناڅرګندو ښکلاګانو او پټو رازونو پوه شو، نو د شعر له زاویې د هنر جلوې موږ ته د حقیقت موندنې یو داسې لنډ مګر هنري مسیر راکوي چې د نورو فکري مزلونو اړتیا له منځه وړي.

1752301026 6871fde2b762e ee2143b3

د شعر له زاویې د هنر جلوې، شعر؛ د غیرملموسې نړۍ او ژوند ترمنځ پله

شعر یوازې د ټکو ټولګه نه ده، بلکې دا د غیرملموسې نړۍ له تله د ملموسې دنیا د انتظام لپاره یوه رغنده هنري نسخه ده. شعر د ژوند هغه باریکې او تاریکې زاویې روښانه کوي چې شاید نور هنرونه ورته هومره پام ونه کړي. د شعر له زاویې د هنر جلوې موږ ته د طبیعت د ښکلاګانو ګونګه ژبه په خبرو او سندرو راولي او د ناخبرې ټولنې باطني سترګې د کایناتو نالیدلو ګوټونو ته نیسي.

هغه ژبه، سترګې او ناخوداګاه حِس چې د شعري وجود په تخییلي اډانه کې شتون لري، په بل هېڅ هنري قالب کې په دغه راز او انداز نشي موندل کېدی. شعر یو داسې سپاهي دی چې د هستۍ د ښکلاګانو نندارې ته تل چمتو او ملاتړلی ولاړ وي.

دا هم ولولئ:  هندي چارواکو په هند کې پاکستاني فلم خپرېدو ته اجازه ورنه کړه

په شعر کې د نورو هنرونو ترکیب

شعر د مبالغې له خوځانده سرچینې کار اخلي، خو دا مبالغه تل د حقیقت له تومنې خوند او رنګ اخلي. کله چې موږ یو لوړ شعر لولو، په اصل کې د شعر له زاویې د هنر جلوې ننداره کوو؛ ځکه چې په شعر کې دننه موسیقي اورو، مترنمه نڅا ګورو، د تصوف او عرفان دنیا ته ورننوزو او د ښکلو انځورونو ننداره کوو.

شعر یوازې خیال نه دی، بلکې د سیاست، ټولنیز ژوند او د ټول ژوند د ماهیتي خوند څکه ده. که ژوند ته د شعر له نرم او ورېښمین لیدلوري وګورو، نو د مینه ناک ژوند تجربه به مو په غوره تاثر ترسره کړې وي.

English Literature 1

د کایناتو هنري ژباړه

شعر ژوند هنري کوي. که غواړو د مادي ژوند له سختو او بې مینې معاملو څخه ځان وژغورو او یو دروني سکون ته ورسېږو، نو د شعر خیالوره دنیا تر ټولو غوره چانس دی. لوی شاعران چې په اصل کې لوی مفکران هم دي، د ژوند او هستۍ په اړه داسې غنايي چلند لري چې په نورو فکري قالبونو کې یې شننه ناشونې ده.

پایله دا ده چې شعر د خیال په وزرو موږ د ماورا جهان نندارې ته بیايي. د شعر له زاویې د هنر جلوې د کایناتو د تشریح هغه موزونه او طلایي ژبه ده چې زړونه په ځان پورې تړي او احساسات په نڅا راولي. په پای کې د کاروان صاحب دا بیت د شعر عظمت نور هم روښانه کوي:

ماویل زما معشوقه شعر نومېږي

د مور له میني آن د خدای ج تر پولي…

دا هم ولولئ:  امربالمعروف په زابل کې د موسیقۍ آلې وسوځولې

د شعر له زاویې د هنر جلوې په حقیقت کې د کایناتو هغه شرنګېدلی غزل دی چې نغمې یې د طبیعت پر پراخه ورشو تلپاتې انګازې کوي.

زرینه نوري

زرینه نوري یوه د ټولنیزو مسلو خبریاله ده چې د ښځو د حقونو، د زده‌کړې د لاسرسي، او د ټولنې د پرمختګ په اړه لیکنې کوي. د هغې راپورونه د ټولنیز بدلون، برابرو فرصتونو، او د افغان ښځو د ځواکمنېدو موضوعات روښانوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button