که منظم سپورټ ته وخت نه لرئ، دا لنډ فعالیتونه ترسره کړئ!

که په بوخت ژوند کې د منظم سپورټ لپاره وخت نه لرئ، نو دغه لنډ بدني فعالیتونه ترسره کړئ. په دې راپور کې د زړه او فټنس د ښه والي اسانه لارې ولولئ.
که ستاسو په بوخت ورځني ژوند کې د منظم سپورټ لپاره وخت نه پیدا کېږي، نو اندېښنه مه کوئ؛ داسې لنډ بدني فعالیتونه هم شته چې تاسو روغ او تکړه (فېټ) ساتي او د اوږده ورزش تشه مو ډکوي.

د ټورنټو پوهنتون نوې څېړنه
د کاناډا په ټورنټو پوهنتون کې د یوې نوې څېړنې له مخې، په ورځ کې یوازې ۲ دقیقې په زینو کې ژر ژر پورته کېدل او ښکته کېدل د زړه او تنفسي سیستم په ښه کولو کې لویه مرسته کوي. سربېره پر دې، دا کار د اوږدې مودې ناستې منفي اغېزې هم کموي، حتی که تاسو د ورځني منظم سپورټ فرصت هم ونه لرئ.

د څېړنې پایلې او بدني ځواک
په دې څېړنه کې له ۲۰ تر ۳۰ کلونو عمر لرونکي ۱۲ کسان شامل وو. هغوی ته سپارښتنه شوې وه چې د ورځې په اوږدو کې له هر ۳۰ دقیقو ناستې وروسته پورته شي او یوازې ۲ دقیقې مزل وکړي یا پر زینو وخېژي. له شپږو اوونیو وروسته، د دغو کسانو په ایروبک فټنس او د پښو په ځواک کې د پام وړ ښه والی ولیدل شو. دا ښيي چې د منظم سپورټ پر ځای لنډ خو پرله پسې حرکتونه هم خورا ګټور دي.

د لنډو فعالیتونو روغتیايي ګټې
د روغتیايي څېړونکو په وینا، په دفتر یا کور کې دا ډول لنډ بدني فعالیتونه د عضلو په رغېدو او پیاوړتیا کې هم مرسته کوي. همدارنګه، دا کوچني حرکتونه د اوږدې ناستې له امله د لوړې وینې شکر او کولېسټرول خطر د پام وړ کموي.
څېړونکي په پای کې سپارښتنه کوي، هر هغه فعالیت چې د زړه درزا لوړوي، که څه هم یوازې یوه یا دوه دقیقې دوام وکړي، د هغو کسانو لپاره چې د منظم سپورټ کولو ته وخت نه لري، د بشپړ ورزش ګټې لرلای شي.



