د مصالحې عالي شورا کمېټې د اسلامي نظام په اړه خبرې پیل کړي
د مصالحې عالي شورا کمېټې د اسلامي نظام په اړه خبرې پیل کړي دغه شورا چې تمه ده یوه اوونۍ وروسته په دوحه کې د افغان سولې خبري پیل شي؛ د افغان حکومت د ملي مصالحې عالي شورا یوې فني کمېټې ته دنده سپارلې تر څو د اسلامي نظام د څرنګوالي په اړه خبرې تر سره کړي.
د ملي مصالحې عالي شورا سلاکار «اسحاق ګیلاني» وايي، په دې کمېټه کې د پوهنتونونو ښوونکي هم شامل دي او مسئولیت ور سپارل شوی چې د اسلامي نظام د څرنګوالي په اړه لیکلې تشریح چمتو کړي او تر څنګ یې د مرکچي پلاوي لپاره هم کړنلاره وټاکي.دغه کمېټه داسې مهال ګمارل کېږي، چې تمه ده په نږدې وخت کې بیا ځلې مذاکراتي ټیمونه د خبرو مېز ته کښېني او د اجنډا د موضوعاتو په اړه بیا ځلې بحثونه ترسره کړي.
دخپلمنځي مذاکراتو ټیمونو د اجنډا د موضوعاتو تر تبادلې وروسته درې اوونۍ وقفه اخیستې او تمه ده د نوي کال د جنوري میاشتې پر پنځمه نېټه بیا ځلې خبرې پیل شي.حکومتي مذاکراتي ټيم ادعا لري چې طالبان د اسلامي نظام واضح تعریف نه ورته وړاندې کوي او دوی نه پوهېږي، چې هغوی د اسلامي نظام په کومه بڼه باندې قناعت کوي.
د ولسمشر اشرف غني سلاکارنبي مصداق وایي، په نړۍ کې په ۵۴ هیوادونو کې بېلابېل اسلامي نظامونه شته؛ خو نه پوهېږو طالبان یې د کومې بڼې پلویتوب کوي.په دې اړه د عامو خلک هم خپل نظرونه لري. او۔وای چې باید چې د اینده نظام په اړه هر تصمیم نیول کیږي باید د عامو خلکو سره ورباندې بحث وشي.
په دې اړه طالبان بیا وایي، چې په هیواد کې د اسلامي نظام حاکمیت یې د مبارزې له اهدافو څخه دی او په دې اړه به د مذاکراتو په مېز باندې خبره کېږي.دوی زیاتوي چې باید په دې باندې خلک پوه شی چې مونږ یو خالص اسلامي نظام غواړو. او دا به د سولې مزاکراتو مهمه اجنډا وي.دوي وای چې مونږ به په اینده کې داسې یو نظام ولرو چې د ټولو افغانانو حق پکې خوندي وي.