Uncategorized
د بښنې نړیوال سازمان؛ پر علي وزیر لګېدلي تورونه جعلي دي

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې، د پاکستان د پارلمان مخکنی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي، عليوزیر باندې لګېدلي تورونه بې اساسه او جعلي دي.
یاد سازمان نن چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې، علي وزیر له ۲۰۲۰ کال راهیسې څو ځله نیول شوی اوس هم د جعلي تورونو له امله په زندان کې ساتل کيږي.
یاد سازمان ویلي، پر عليوزیر د پاکستان د حکومت لخوا د ترهګرۍ جعلي تور لګېدلی چې موخه یې د هغه چوپ کول او د فعالیتونو مخنیوی دی.
خبرپاڼه کې دغه راز زیاته شوې چې، عليوزیر د بشري حقونو د ملاتړ په برخه کې بېلابېل فعالیتونه کول.
د علي وزیر د خوشې کېدو په تړاو کلونه کېږي چې، هڅې روانې دي خو سره له دې چې یاد سازمان پرې لګېدلي تورونه جعلي یادوي خو بیا یې هم پاکستانی حکومت نه خوشې کوي.



