Uncategorized

د راشد خان جادوګره لوبه؛ ګوجرات ټایټانز راجستان په ستر توپیر مات کړ

د هند غوره لیګ سیالیو کې د راشد خان جادوګره لوبه د ګوجرات ټایټانز لوبډلې ته ستره بریا ور په برخه کړه او راجستان رایلز ته یې د ۷۷ منډو په لوی توپیر ماتې ورکړه.

راشد خان د راجستان توپوهنه له ستونزو سره مخ کړه

دا د روان پړاو په سیالیو کې د منډو له پلوه د ګوجرات ټایټانز تر ټولو ستره بریا بلل کېږي.

HEADER 69d72a0f0edb8

راجستان رایلز د پچې تر ګټلو وروسته لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه، خو ګوجرات ټایټانز د شلو اورونو په پای کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۹ منډې جوړې کړې.

د لوبډلې لپاره لوبډلمشر شوبمن ګېل ځلېدونکې لوبه وکړه او په ۴۴ توپونو یې ۸۴ منډې جوړې کړې.

د راشد خان جادوګره لوبه د بریا اصلي لامل شوه

راجستان رایلز د توپوهنې پیل چټک وکړ او په لومړیو دوو اورونو کې یې ۳۸ منډې جوړې کړې، خو وروسته د راشد خان جادوګره لوبه د سیالې لوبډلې د توپوهنې لړۍ ګډه وډه کړه.

416786.6

راشد خان په خپلو څلورو اورونو کې ۴ مهم لوبغاړي وسوځول او یوازې ۳۳ منډې یې ورکړې. نوموړی د همدې غوره توپ اچونې له امله د لوبې د غوره لوبغاړي جایزې هم ترلاسه کړه.

د دې بریا وروسته ګوجرات ټایټانز د جدول دوهم مقام ته پورته شوه، او راشد خان هم د روان آی‌پي‌اېل د ډېرو ویکټ اخیستونکو په نوملړ کې شپږم ځای خپل کړ.

افغان ستوري راشد خان تر دې دمه په ۱۱ سیالیو کې ۱۵ ویکټونه اخیستي دي، په داسې حال کې چې د ویکټ اخیستونکو په نوملړ کې تر ټولو مخکې کګیسو ربادا دی، چې په ۱۱ لوبو کې یې ۱۸ ویکټونه ترلاسه کړي دي.

دا هم ولولئ:  د ټرمپ د حکومت لخوا امریکا ته ۱۶۶۰ کډوالو د الوتنې لغوه کول
Rashid Khan 1 2026 05 c0a4003095b39ecf68e75d1512884ccf 1200x675 2

رحیم سادات

رحیم سادات یو د کلتور او سپورټس کالم‌نویس دی چې د افغان میراث، دودیزو هنرونو او ملي ورزشي پیښو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د افغانستان د کلتوري ویاړ، ورزشي لاسته‌راوړنو او ملي یووالي څرګندونه کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button