افراسیاب خټک: د پښتونخوا پر سویلي سیمو د حکومت کنټرول نشته

پښتون سیاستوال افراسیاب خټک وایي، د خیبر پښتونخوا ګڼې سویلي ولسوالۍ د ناامنۍ له زیاتېدو سره مخ دي او د پاکستان مرکزي حکومت په دغو سیمو کې خپل اغېز له لاسه ورکوي.
افراسیاب خټک په یوې تازه څرګندونې کې ویلي، حکومت نه شي کولای د روان وضعیت مسوولیت له ځانه لرې کړي، ځکه د امنیت خرابېدو خلکو ته جدي اندېښنې پیدا کړې دي.

افراسیاب خټک د پخوانیو پوځي عملیاتو پر اغېزو نیوکه وکړه
افراسیاب خټک د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ د پاکستان د پوځ عملیات هم تر پوښتنې لاندې راوستي او ویلي یې دي چې دغو عملیاتو مطلوبه پایله نه ده ورکړې.
هغه ادعا کړې چې په تېرو کلونو کې د ترسره شویو عملیاتو باوجود، په پخوانیو قبایلي سیمو کې د وسلهوالو ډلو فعالیتونه په بشپړ ډول نه دي ختم شوي.
د نوموړي په وینا، د امنیتي پالیسۍ ناکامي د دې لامل شوې چې د پښتونخوا په ځینو سیمو کې خلک د دوامدارې ناامنۍ له ستونزو سره مخ پاتې شي.

په پښتونخوا کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې
د افراسیاب خټک څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي.
په ځینو ولسوالیو کې خلکو د امنیت د خراب وضعیت پر ضد لاریونونه هم کړي او له حکومته یې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

سیاسي شنونکي وایي، که د امنیت وضعیت همداسې دوام وکړي، نو د سیمې پر سیاسي او ټولنیز ثبات به نور هم منفي اغېز وکړي.



