نورستان کې قیمتي ډبرې؛ په ۵۲ میلیونه افغانیو د قیمتي ډبرو داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د قیمتي ډبرو بازار یو ځل بیا د پام وړ ګرځېدلی، ځکه د دغه ولایت له کانونو ترلاسه شوې زرګونه کیلوګرامه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې د لسګونو میلیونو افغانیو په بدل کې پلورل شوې دي.
ځايي چارواکي وایي، د نورستان کې قیمتي ډبرې دا تازه خرڅلاو د دواب ولسوالۍ د “ماوۍ” سیمې له کانونو څخه د استخراج شویو ډبرو لپاره ترسره شوی او د ازادې داوطلبۍ له لارې کورنیو پانګوالو ته سپارل شوی دی.

نورستان کې قیمتي ډبرې د پانګوالو پام ځان ته اړوي
د معلوماتو له مخې، په دې داوطلبۍ کې ټولټال ۸ زره او ۵۵۴ کیلوګرامه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې وړاندې شوې وې. په دغو ډبرو کې بېروج، کنزیټ، بلور، ټوپاز او مارګنایټ شامل وو.
چارواکي وایي، یادې ډبرې په ټولیز ډول د ۵۲ میلیونه او ۶۲۰ زره افغانیو په بدل کې تر ټولو لوړ نرخ ورکوونکي پانګوال ته وپلورل شوې.

اقتصادي شنونکي باور لري چې نورستان کې قیمتي ډبرې د افغانستان له مهمو طبیعي شتمنیو څخه ګڼل کېږي او د دغو کانونو فعاله کېدل کولای شي د سیمې پر اقتصاد او کاري فرصتونو مثبت اغېز ولري.
د قیمتي ډبرو کانونه د عوایدو مهمه سرچینه بلل کېږي
د چارواکو په وینا، د قانون له مخې د دې خرڅلاو یوه برخه د دولت خزانې ته سپارل کېږي. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، له دغې معاملې څخه شاوخوا ۵ میلیونه او ۲۶۲ زره افغانۍ د دولت ونډه جوړوي.

نورستان د افغانستان له هغو غرنیو ولایتونو څخه دی چې د قیمتي ډبرو بډایه کانونه لري. د بېروج او نورو قیمتي ډبرو استخراج د زرګونو کسانو لپاره د عاید سرچینه بلل کېږي او په وروستیو کلونو کې د دې سکټور پر ودې د پانګوالو لېوالتیا هم زیاته شوې ده.



