د چای نړیواله ورځ؛ میرزا غالب د خپلې چایخانې د پراختیا هڅه کوي

د چای نړیواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې افغان ډرامه لیکوال او ممثل میرزا غالب په کابل ښار کې د خپلې کوچنۍ چایخانې د پراختیا لپاره هڅې کوي.
میرزا غالب څه موده وړاندې د کابل ښار د ترافیکو څلورلارې ته څېرمه د چای کوچنی کاروبار پیل کړی او وایي، غواړي دا کوچنۍ چایخانه په راتلونکي کې پر لوی رستورانت بدله کړي.
د چای نړیواله ورځ؛ له رسمي دندې تر چای پلورلو
غالب وایي، د رسمي دندې عاید یې د کورنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی، ځکه یې د اضافي عاید لپاره د چای پلورلو کار پیل کړی دی.
هغه هره ورځ مازدیګر له خپلې کراچۍ سره د کابل ترافیکو څلورلارې ته ورځي او تر ناوخته خلکو ته په خپل لاس جوړ شوی چای وړاندې کوي.
د نوموړي په خبره، د کاروبار له پیل یوازې ۲۶ ورځې تېرې شوې، خو په همدې لنډ وخت کې یې ښه پرمختګ کړی دی.
“اول یوازې یو مېز او څو پیالې وې”
میرزا غالب وایي:
“په پیل کې یوازې یو مېز، څو پیالې او یو ترموز و، خو اوس مې کاروبار پراخ شوی، کراچۍ لرم، پیالې زیاتې شوې او له چای سره بېلابېل شیان هم خلکو ته وړاندې کوم.”
هغه زیاتوي چې اوس لس ډوله چای پلوري او هڅه کوي خپل کاروبار نور هم پراخ کړي.
میرزا غالب غواړي چایخانه په رستورانت بدله کړي
د چای نړیواله ورځ داسې مهال رارسېدلې چې میرزا غالب د خپل کاروبار د پراختیا لپاره نوي پلانونه هم لري.
هغه وایي، غواړي داسې ځای جوړ کړي چې کورنۍ او ښځې هم وکولی شي هلته په ارام چاپېریال کې چای وڅښي.
د بالیووډ خوبونه هم لري
میرزا غالب یوازې د چایخانې د پراختیا خوب نه ویني، بلکې غواړي په راتلونکي کې د هند په بالیووډ سینما کې هم کار وکړي.
د نوموړي په خبره، تمثیل د هغه پخوانی ارمان دی او هیله لري یوه ورځ په هندي فلمونو کې هم رول ولوبوي. د چای نړیواله ورځ
که څه هم د غالب کاروبار لا هم کوچنی دی، خو په ټولنیزو رسنیو کې یې چایخانه پراخ شهرت موندلی او ګڼو خلکو یې ملاتړ کړی دی.



