افغان ښځینه لوبډله د سیالیو لپاره انګلستان ته ځي

د افغان ښځینه لوبډله به روان دوبی د سیالیو او تمریناتي پروګرامونو لپاره انګلستان ته سفر وکړي. دا سفر د هغو افغان لوبغاړو لپاره مهم پرمختګ ګڼل کېږي چې په ۲۰۲۱ کال کې د سیاسي بدلونونو او د ښځو پر ورزش د محدودیتونو له امله له افغانستانه وتلو ته اړې شوې وې.
د افغانستان د ښځینه کرکټ ډېری پخوانۍ لوبغاړې دا مهال په استرالیا کې ژوند کوي او هڅه کوي خپل ورزشي فعالیتونه جاري وساتي. ټاکل شوې دغه لوبغاړې په انګلستان کې تمریناتي او دوستانه سیالیو کې برخه واخلي.
افغان ښځینه لوبډله د انګلستان په بلنه سفر کوي
د انګلستان او وېلز کرکټ بورډ د افغان ښځینه لوبډله رسمي بلنه ورکړې ده. د راپورونو له مخې، د مېریلبن کرکټ کلب هم د دغو لوبغاړو لپاره د تمرین او چمتووالي اسانتیاوې برابرې کړې دي.
ټاکل شوې افغان لوبغاړې د جولای په پنځمه نېټه د شل اوریز نړیوال جام پایلوبه هم په تاریخي لارډز لوبغالي کې له نږدې وګوري.
د انګلستان د ښځینه کرکټ ادارې مشره کلېر کانر ویلي، افغان لوبغاړو له سختو شرایطو سره سره خپل ورزشي سفر نه دی درولی او لا هم د کرکټ ډګر ته ژمنتیا لري.
د افغانستان ښځینه کرکټ لا هم له ستونزو سره مخ دی
د افغان ښځینه لوبډله سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د کرکټ نړیواله شورا لا هم د افغانستان د نارینهوو ملي لوبډلې ته د نړیوالو سیالیو اجازه ورکوي، خو د ښځینه لوبډلې رسمي فعالیتونه لا هم درېدلي دي.
یو شمېر نړیوالو ورزشي څېرو او د ښځو د حقونو ملاتړو تر دې وړاندې پر کرکټ نړیوالې شورا نیوکې کړې وې او ویلي یې وو چې د غړیتوب اصول باید د ښځینه کرکټ په برخه کې هم عملي شي.
پخوانۍ استرالیایي کرکټره مېل جونز، چې د افغان لوبغاړو د انتقال او ملاتړ په بهیر کې یې مرسته کړې، ویلي دا سفر د افغان ښځینه لوبډله لپاره مثبت ګام دی، خو لا هم د دغو لوبغاړو د بشپړ ملاتړ لپاره ډېرو هڅو ته اړتیا شته.
د ښځینه لوبغاړو راتلونکی لا هم نامعلوم دی
سره له دې چې افغان ښځینه لوبډله اوس له هېواده بهر خپل فعالیتونه دوام ورکوي، خو لا هم د رسمي نړیوالو سیالیو او بشپړ ملاتړ موضوع روښانه نه ده.
شنونکي باور لري، که نړیوالې ورزشي ادارې عملي ملاتړ زیات نه کړي، د افغانستان د ښځینه کرکټ راتلونکی به له جدي ننګونو سره مخ پاتې شي.



