سیمه

د مسکو او کابل امنیتي تړون؛ روسیه له افغانستان سره د پوځي همکارۍ کوي

راپورونه ښيي چې روسیه او د طالبانو حکومت د هوايي دفاع، پوځي تجهیزاتو او نظامي روزنې په برخو کې د همکارۍ پر یوه نوي تفاهم کار شوی او لاسلیک شوی دی.

بي بي سي ته یوې باوري سرچینې ویلي، د طالبانو د حکومت دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د خپل وروستي سفر پر مهال له روسي چارواکو سره د هوايي دفاعي سیستمونو د برابرولو په اړه خبرې کړې او تفاهم شوی دی.

د سرچینې په وینا، دا مذاکرات له وړاندې روان وو، خو په مسکو کې د وروستیو لیدنو پر مهال پکې عملي پرمختګ شوی دی.

د هوايي دفاع او پوځي روزنې برخه هم په تفاهم کې شامله ده

ویل کېږي، په دې تفاهم کې د هوايي دفاع تجهیزاتو تر څنګ ځمکني نظامي وسایل او افغان ځواکونو ته پوځي او تخنیکي روزنه هم شامله ده. تر اوسه د تړون بشپړ جزییات په رسمي ډول نه دي خپاره شوي او دا هم نه ده روښانه چې آیا بریدیز ډرونونه او نور پرمختللي وسایل به هم افغانستان ته سپارل کېږي که نه.

دغه خبرې داسې مهال کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي ترینګلتیا زیاته شوې او څو ځله پر سرحدي سیمو هوايي بریدونه هم شوي دي. د مسکو او کابل امنیتي تړون

د مسکو او کابل امنیتي تړون او پاکستاني رسنیو اندېښنې زیاتې کړې

بلخوا، د پاکستان یو شمېر رسنیو او امنیتي شنونکو د دې احتمالي پوځي همکاریو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي. په پاکستاني رسنیو کې خپرو شویو بحثونو ته په کتو داسې ښکاري چې اسلام‌اباد د کابل او مسکو د نږدې کېدو له امله وارخطا شوی دی.

دا هم ولولئ:  طالبان: متقي ۶ ځله اړیکه نه ده نیولي، د اسحق ډار څرګندونې ناسمې دي

ځینې نړیوال امنیتي شنونکي باور لري چې پاکستان دا مهال له سختو امنیتي او داخلي ننګونو سره مخ دی او د سیمې هر نوی امنیتي بدلون د اسلام‌اباد لپاره حساس اهمیت لري. د مسکو او کابل امنیتي تړون

شنونکي: تړون به د سیمې امنیتي توازن اغېزمن کړي

د امنیتي چارو د کارپوهانو په باور، که د مسکو او کابل امنیتي تړون عملي بڼه خپله کړي، نو دا به د سیمې پر امنیتي توازن مستقیم اغېز ولري.

شنونکي همداراز وایي، روسیه هڅه کوي په سیمه کې خپل نفوذ پراخ کړي، او افغانستان د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د مهم جیوپولیټیک موقعیت له امله د مسکو لپاره ځانګړی اهمیت لري.

روسیې او د طالبانو حکومت تر اوسه د دې راپور په اړه بشپړ رسمي جزییات نه دي خپاره کړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button