اقتصاد او سوداګري

د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد ۷۷.۹ سلنه زیات شوی؛ د افغانستان د رېل پټلۍ له لارې تر ۷.۶ میلیون ټنه ډېر توکي انتقال شوي

د ټولګټو وزارت وايي، په تېر ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د افغانستان د رېل پټلۍ او مهمو بندرونو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد د پام وړ زیات شوی او د تېر کال په پرتله نږدې ۷۷.۹ سلنه وده یې کړې ده.

د وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس په اېکس پاڼه کې لیکلي چې د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ بندرونو او د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۷ میلیونه او ۶۰۲ زره ۴۱۹ مټریک ټنه توکي انتقال شوي دي.

حیرتان بندر د انتقالاتو په سر کې

د خپرو شویو شمېرو له مخې، د انتقال شویو توکو تر ټولو لویه برخه د حیرتان بندر له لارې ترسره شوې ده.

  • د حیرتان بندر له لارې: ۵ میلیونه او ۱۶۹ زره ۹۸۵ ټنه
  • د آقینې بندر له لارې: ۶۳۵ زره او ۴۲۷ ټنه
  • د تورغونډۍ بندر له لارې: ۹۱۴ زره او ۷۹۶ ټنه
  • د خواف – هرات رېل پټلۍ له لارې: ۸۸۲ زره او ۲۱۱ ټنه توکي لېږدول شوي دي.

دا شمېرې ښيي چې د افغانستان د رېل پټلۍ او بندري دهلېزونو ونډه د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد په برخه کې په پرله‌پسې ډول مخ پر زیاتېدو ده.

صادرات او ترانزیټ هم زیات شوي

د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو انتقالاتو یوه برخه صادرات او ترانزیټي توکي جوړوي.

په تېر ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې ۳۶ زره او ۱۱۹ مټریک ټنه سوداګریز توکي صادر یا ترانزیټ شوي دي.

دا هم ولولئ:  حشمت الله شهیدي او ګلبدین نایب د اتصالات سوداګریز استازي

د دغو توکو مهمې برخې عبارت دي له:

  • وچه مېوه
  • وريجې
  • کچالو
  • معدني ډبرې
  • د هندواڼې تخم
  • نخود
  • مس
  • د انارو جوس

د انتقالاتو کچه نږدې ۷۸ سلنه لوړه شوې

د وزارت د شمېرو له مخې، په ۱۴۴۶ هجري قمري کال کې د همدې څلورو لارو له لارې ۴ میلیونه او ۲۷۲ زره ۷۱ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي وو.

خو په ۱۴۴۷ کال کې دغه شمېر ۷ میلیونه او ۶۰۲ زره ۴۱۹ ټنو ته رسېدلی، چې د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد کې ۷۷.۹ سلنه زیاتوالی څرګندوي.

د زیربناوو پراختیا ته د حکومت ټینګار

د ټولګټو وزارت وايي چې هڅه کوي د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا، د رېل پټلۍ د خدماتو د ښه والي او د سوداګرو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو د برابرولو له لارې د توکو د انتقال ظرفیت نور هم لوړ کړي.

کارپوهان باور لري چې د رېل پټلۍ له لارې د انتقالاتو زیاتوالی کولی شي د سوداګرۍ لګښتونه راکم، د صادراتو فرصتونه پراخ او د افغانستان سیمه‌ییز اقتصادي اتصال نور هم پیاوړی کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button