راه فردا تلویزون خپرونې د نوي جواز له ترلاسه کولو وروسته بېرته پیلېږي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د راه فردا تلویزون خپرونې د بیا پیل لپاره نوی نشراتي جواز صادر کړی او له دې سره به یاده رسنۍ له یوې مودې ځنډ وروسته خپل فعالیتونه بېرته پيل کړي.
د وزارت د پرېکړې له مخې، پخوانی نشراتي جواز چې د اسلامي وحدت ګوند د مشر محمد محقق په نوم ثبت شوی و، لغوه شوی او د رسنۍ امتیاز نوي مالک ته سپارل شوی دی.
د رسمي معلوماتو له مخې، سلمان اخلاقي د رسنۍ د نوي امتیاز لرونکي او عبدالرحمان میرزاد د راه فردا راډیو او تلویزیون د مسوول مدیر په توګه ټاکل شوي دي. د رسنیو د څارنې ادارې د مشر مولوي صفيالله رائد په لاسلیک شوي مکتوب کې راغلي چې دا بدلون د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د عمومي استخباراتو ریاست د ګډې پرېکړې له مخې عملي شوی دی.
مسوولانو ویلي چې راه فردا تلویزون خپرونې به د نوي جواز له ترلاسه کولو وروسته په رسمي ډول خپل نشرات له سره پیل کړي او د رسنۍ چارې به د نوي مدیریت تر څار لاندې پرمخ ولاړې شي.
راه فردا تلویزون خپرونې، د مالکیت بدلون او د فعالیت بېرته پیل
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د څرګندونو له مخې، د رسنۍ د فعالیت ځنډ د پخواني نشراتي جواز او مالکیت اړوند موضوعاتو سره تړاو درلود. د همدې ستونزو د حل لپاره د مالکیت او مدیریت په جوړښت کې بدلون راوستل شوی دی.
د نوي پرېکړې پر بنسټ، د پخواني جواز اعتبار پای ته رسېدلی او د رسنۍ د فعالیت ټول قانوني صلاحیتونه نوي امتیاز لرونکي ته سپارل شوي دي.
د بندېدو مخینه
راه فردا تلویزون خپرونې تېر کال هغه مهال ودرول شوې چې د رسنۍ امتیاز لرونکي محمد محقق د افغانستان او پاکستان د وروستیو کړکېچونو په تړاو د پاکستان په ملاتړ څرګندونې وکړې. له هغې وروسته د رسنۍ شتمنۍ هم ضبط شوې او نشرات یې وځنډول شول.
اوس د نوي نشراتي جواز او نوي مدیریت له ټاکل کېدو سره تمه کېږي چې راه فردا راډیو او تلویزیون به خپل فعالیتونه یو ځل بیا په رسمي ډول پیل کړي.



