سیاست

بروکسل کې د طالبانو پلاوی؛ قهار بلخي وایي، سفر د مثبت تعامل لپاره د نوو لارو د پرانیستو فرصت دی

بروکسل کې د طالبانو پلاوی؛ د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اروپايي ټولنې په بلنه بروکسل ته د خپل پلاوي سفر د افغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره یو مثبت ګام بللی او هیله یې څرګنده کړې چې دا به د عملي همکاریو او باور جوړونې لپاره نوې لارې پرانیزي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند او د څلورم سیاسي (اروپا) ریاست عمومي رییس عبدالقهار بلخي، چې د پنځه کسیز پلاوي مشري یې کوله، له سفر وروسته په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې پلاوي د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو سره په څو اړخیزو او دوه اړخیزو ناستو کې ګډون کړی دی.

بروکسل کې د طالبانو پلاوي د کومو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې؟

د عبدالقهار بلخي په وینا، په دغو ناستو کې په اروپا کې د مېشتو افغانانو لپاره د قونسلي خدمتونو د بیا فعالولو، د باور جوړونې، اغېزمن حضور او د هغو افغانانو د ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې شوې چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې نه دي منل شوي او له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي. بروکسل کې د طالبانو پلاوی

هغه زیاته کړې چې تمه لري دغه سفر به د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د افغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ د مثبت تعامل لپاره نوې زمینه برابره کړي.

دا هم ولولئ:  ملا برادر اخوند: کرنه او مالداري زموږ لپاره لومړیتوب دی

د اروپايي ټولنې کوربه‌توب

دا لومړی ځل دی چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته اروپايي ټولنه د طالبانو د حکومت د استازو کوربه‌توب کوي.

سره له دې، اروپايي ټولنه لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او له همدې امله د دې سفر محدود او مشخص چوکاټ د بشري حقونو د بنسټونو او فعالانو له نیوکو سره مخ شوی دی.

a988c980 6f8a 11f1 b1db af71d47507d6.jpg 1

د بشري حقونو فعالانو اندېښنې

د بشري حقونو مدافع بنسټونه د طالبانو له حکومت سره د تعامل په اړه اندېښنه لري او وایي چې د نجونو پر زده‌کړو، د ښځو پر کار او نورو مدني ازادیو د محدودیتونو له امله باید د اړیکو پراختیا له احتیاط سره ترسره شي. بروکسل کې د طالبانو پلاوی

دغه فعالان همداراز افغانستان ته د اروپا له لوري د پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو له طرحو سره مخالفت څرګندوي.

ذاکر جلالي: اړیکې نوي پړاو ته داخلېږي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي هم بروکسل کې د طالبانو پلاوی د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د اړیکو په بهیر کې یو مهم پرمختګ بللی دی.

هغه ویلي چې دا سفر د هغو تفاهمونو دوام دی چې له مخې یې افغان ډیپلوماتانو په جرمني او ناروې کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي او اوس په منظم ډول په اروپا کې مېشتو افغانانو ته قونسلي خدمات وړاندې کوي. بروکسل کې د طالبانو پلاوی

دا هم ولولئ:  امریکا او اسلامي امارت یو بل د دوحې د هوکړه لیک پر سرغړونې تورن وي

د جلالي په باور، دغه تجربه کولی شي د نورو اروپايي هېوادونو لپاره هم له افغانستان سره د عملي تعامل یو مناسب ماډل وګرځي.

a988c980 6f8a 11f1 b1db af71d47507d6.jpg

د جرمني د ډیپلوماتانو د منلو راپور

سرچینو ویلي چې د بروکسل سفر پر مهال په یو شمېر مشخصو موضوعاتو خبرې شوې او جرمني هم د طالبانو د حکومت له خوا د شپږو ډیپلوماتانو د منلو لپاره موافقه کړې ده.

خو د جرمني حکومت تر اوسه په رسمي ډول د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي.

بروکسل کې د طالبانو پلاوی داسې مهال اروپايي ټولنې ته سفر کوي چې دواړه لوري، له سیاسي اختلافونو سره سره، د قونسلي خدمتونو، د افغان کډوالو د ستونزو او د محدودو عملي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو د خبرو اترو د دوام هڅه کوي.

dda76206 99ed 4e6f a985 6f8fd28a0cb6 1

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button