د شهیدانو زیاتېدونکی شمېر؛ د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي

د طالبانو حکومت وایي، د پاکستان د پوځ د وروستیو هوايي بریدونو له امله د شهیدانو زیاتېدونکی شمېر ۳۶ تنو ته رسېدلی او ۱۶۳ نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي. د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیحالله مجاهد، ویلي چې دا بریدونه د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې ترسره شوي دي.
د نوموړي په وینا، په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د پاکستان جنګي الوتکو د یادو ولایتونو پر استوګنیزو سیمو بمبارۍ کړې، چې له امله یې لږ تر لږه درې کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي. د شهیدانو زیاتېدونکی شمېر
د شهیدانو زیاتېدونکی شمېر؛ پکتیا تر ټولو ډېر زیان لیدلی
د طالبانو د حکومت د معلوماتو له مخې، د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ اوسېدونکو تر ټولو ډېره مرګژوبله لیدلې ده.
ذبیحالله مجاهد ویلي، په لومړي هوايي برید کې یو سپینږیری او یو ماشوم وژل شوي وو، خو کله چې د سیمې اوسېدونکي د ژغورنې لپاره راټول شول، سیمه بیا ځل بمباري شوه. د هغه په وینا، په دې دویم برید کې ۲۸ نور کلیوال ووژل شول او ۱۵۸ تنه نور ټپیان شول.
ځايي اوسېدونکو هم رسنیو ته ویلي چې بریدونه پر ملکي سیمو ترسره شوي او ګڼ کورونه پکې زیانمن شوي دي.
پکتیکا او کونړ کې د بریدونو وضعیت
د طالبانو د حکومت په وینا، د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ په یوه بل هوايي برید کې د یوه ملکي وګړي کور په نښه شوی، چې له امله یې شپږ کسان وژل شوي دي. ویل کېږي چې د وژل شویو ډېری ښځې او ماشومان وو. د شهیدانو زیاتېدونکی شمېر
همدارنګه، د کونړ ولایت د مانوګي ولسوالۍ په یوه برید کې یو استوګنیز کور په بشپړ ډول ویجاړ شوی، خو د چارواکو په وینا، په دغه برید کې انساني مرګژوبله نه ده اوښتې.
د کرزي غبرګون او د پاکستان دریځ
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دا ډول اقدامات د افغانستان د ملي حاکمیت او نړیوالو اصولو خلاف دي. هغه له اسلاماباد غوښتي چې د دښمنۍ او دوهګوني سیاست پر ځای د ښه ګاونډیتوب او متقابل درناوي لاره خپله کړي.
پاکستان تر اوسه د طالبانو د حکومت د دغو ادعاوو په اړه تازه غبرګون نه دی ښودلی. خو اسلاماباد مخکې ادعا کړې وه چې د افغانستان په ختیځو سیمو کې یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د وسلهوالو پر پټنځایونو هدفي بریدونه کړي او په هغو کې یې لسګونه وسلهوال وژلي دي، هغه ادعا چې طالبانو رد کړې او ټینګار یې کړی چې د بریدونو قربانیان ملکي وګړي دي. د شهیدانو زیاتېدونکی شمېر



