د ملي لوبډلې تاریخي بریا؛ افغانستان ایرلنډ ته په ۹۲ منډو ماتې ورکړه

د ملي لوبډلې تاریخي بریا؛ افغانستان د پنځو یو ورځنیو لوبو د لړۍ په دویمه سیالۍ کې ایرلنډ ته په ۹۲ منډو ماتې ورکړه. د افغانستان د ملي لوبډلې دا بریا د راشد خان د غوره توپاچونې له امله لا پیاوړې شوه؛ نوموړي د ۳۴ منډو په بدل کې شپږ وېکټې واخیستې.
راشد خان د ایرلنډ بیټینګ مات کړ
افغانستان د باران له امله په ۴۷ اورونو کې د اتو وېکټو په زیان ۲۹۹ منډې وکړې او ایرلنډ ته یې د ۳۰۰ منډو هدف وټاکه.
ابراهیم ځدراڼ د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې ۸۴ منډې وکړې. صدیقالله اتل ۴۵، حشمتالله شهیدي ۳۶، عظمتالله عمرزي ۳۳، رحمانالله ګوربز ۳۲، رحمت شاه ۳۰ او دروېش رسولي ۱۶ منډې وکړې. د ملي لوبډلې تاریخي بریا
په ځواب کې د ایرلنډ ټوله لوبډله په ۳۳.۴ اورونو کې د ۲۰۷ منډو له جوړولو وروسته وسوځېده.
د ملي لوبډلې تاریخي بریا کې د راشد خان رول
راشد خان د افغانستان د توپاچونې مشري وکړه او د ایرلنډ شپږ لوبغاړي یې وسوځول. د هغه غوره توپاچونه د ایرلنډ د منډو جوړولو بهیر ودراوه او افغانستان یې د ۹۲ منډو بریا ته ورساوه.
افغانستان د ایرلنډ پر وړاندې خپل برلاسی وساته
د دواړو هېوادونو ترمنځ تر دې دمه ۳۲ یو ورځنۍ لوبې شوې دي چې افغانستان ۱۸ او ایرلنډ ۱۳ ګټلي، یوه لوبه هم بېپایلې پای ته رسېدلې ده. د ملي لوبډلې تاریخي بریا
افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې هم د ایرلنډ پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو لړۍ ۲-۰ ګټلې وه.
د دواړو لوبډلو د روانې لړۍ درېیمه لوبه د اګست په ۱۰مه، څلورمه د اګست په ۱۲مه او وروستۍ لوبه د اګست په ۱۵مه ترسره کېږي.



