افغانستان

د طالبانو پنځه کلن واک؛ افغان رسنۍ لا هم د محدودیتونو تر سیوري لاندې دي

د خبریالانو د ساتنې کمېټه (CPJ) وايي، د طالبانو پنځه کلن واک په افغانستان کې د رسنیو پر فعالیت ژور اغېز کړی او خبریالان لا هم له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي.

د یادې ادارې په وینا، په دې موده کې خبریالان د نیولو، ګواښونو، سانسور او د مسلکي فعالیتونو د محدودېدو له ستونزو سره مخ شوي دي.

د طالبانو پنځه کلن واک کې پر ښځینه خبریالانو بندیز

راپور زیاتوي چې پر ښځینه خبریالانو لګېدلي محدودیتونه تر نورو سخت دي. په ځینو ولایتونو کې ښځو ته اجازه نه ورکول کېږي چې په راډیو او ټلوېزیون کې خپل غږ خپور کړي. همدارنګه، په خبري غونډو کې د هغوی ګډون محدود شوی او ځینې ښځینه خبریالانې د ټلوېزیوني خپرونو پر مهال د مخ پټولو ته اړې شوې دي.

د CPJ د معلوماتو له مخې، د د طالبانو پنځه کلن واک په لومړیو دوو کلونو کې لږ تر لږه ۶۴ خبریالان د خپل مسلکي فعالیت له امله نیول شوي وو.

یاد بنسټ وايي، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱۵ راډیویي، ټلوېزیوني، چاپي او ډیجیټلي رسنیو خپل فعالیتونه درولي یا تړل شوي دي.

د راپور له مخې، د جون په میاشت کې تمدن ټلوېزیون هم وتړل شو او د دې شبکې دوه کارکوونکي ونیول شول. د خبریالانو د ساتنې کمېټه وايي، تمدن د افغانستان له هغو محدودو خپلواکو رسنیو څخه وه چې بېلابېلې ټولنیزې او مذهبي خپرونې یې کولې.

پر انټرنېټ بریدونه

په راپور کې د انټرنېټ محدودیتونو ته هم اشاره شوې ده. د ادارې په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې په څو ولایتونو کې د فایبر انټرنېټ خدمتونه ودرول شول او وروسته په ټول هېواد کې نږدې ۴۸ ساعته انټرنېټي بندیز ولګېد.

د خبریالانو د ساتنې کمېټه ټینګار کوي چې د طالبانو پنځه کلن واک د رسنیو پر سکټور پراخ اغېز کړی او د خپلواکو رسنیو د کمزوري کېدو له امله سلګونه خبریالان نورو هېوادونو ته کډه کولو ته اړ شوي دي.

دغه بنسټ له طالبانو غواړي چې د خبریالانو د نیولو او ځورولو لړۍ ودروي، پر ښځینه خبریالانو محدودیتونه لرې کړي او د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button