اقتصاد او سوداګري

د معیار او کیفیت ادارې ۳۶ معیارونه او ۳۰ د ازمایښت نوې طریقې تایید کړې

د معیار او کیفیت ادارې د خوراکي توکو، درملو او ساختماني موادو لپاره نوي معیارونه تصویب کړل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي چې د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې په خپله وروستۍ غونډه کې د د معیار او کیفیت ادارې له لوري وړاندې شوي یو شمېر معیارونه او د ازمایښت طریقې ارزولي دي.

د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، تر بحث او ارزونې وروسته ۳۶ معیارونه او ۳۰ د ازمایښت طریقې د تایید وړ وبلل شوې.

د معیار او کیفیت ادارې نوي معیارونه کومې برخې رانغاړي؟

د معلوماتو له مخې، د د معیار او کیفیت اداره له لوري وړاندې شوي معیارونه د خوراکي توکو، درملو، ساختماني موادو، کرنیزو محصولاتو، نفتي توکو، چاپېریال ساتنې، کان‌کیندنې، مخابراتو او برېښنا اړوند برخې رانغاړي.

چارواکي وايي، د دغو معیارونو تصویب به د تولیداتو کیفیت ښه کړي او په بېلابېلو برخو کې به د معیاري محصولاتو د تولید او ارزونې بهیر پیاوړی کړي.

په صنعتي پارکونو کې د برېښنا ستونزې هم وڅېړل شوې

د اقتصادي معاونیت په وینا، په غونډه کې د کابل، ننګرهار او کندهار په صنعتي پارکونو کې د ځینو فابریکو د برېښنا ستونزې هم وڅېړل شوې او په دې اړه د حل پر لارو چارو بحث وشو.

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د د معیار او کیفیت ادارې فعالیتونه پراخ شوي دي. دې ادارې په بېلابېلو بندرونو کې د بې‌کیفیته توکو د واردېدو د مخنیوي لپاره اقدامات کړي او له سوداګرو یې غوښتي چې هېواد ته یوازې معیاري او باکیفیته توکي وارد کړي.

په وروستیو کلونو کې د معیار او کیفیت اداره هڅه کوي چې د توکو د کیفیت د ارزونې بهیر پیاوړی کړي، څو په کورنیو بازارونو کې د بې‌کیفیته محصولاتو مخه ونیول شي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button