پنځو ولایتونو کې د اورښتونو اټکل؛ د سېلابونو د احتمال خبرداری

پنځو ولایتونو کې د اورښتونو اټکل؛ د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې په پنځو ولایتونو کې د سختو بارانونو، تېزو بادونو او ناڅاپي سېلابونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.
د هوا پېژندنې ادارې د خبرپاڼې له مخې، په نورستان، لغمان، کونړ، ننګرهار او خوست ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو اټکل شوی دی.
پنځو ولایتونو کې د اورښتونو اټکل شوی
د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، په یادو ولایتونو کې د اورښتونو کچه ښايي له ۱۰ تر ۳۰ میلیمترو پورې ورسېږي. ادارې له خلکو غوښتي چې د بارانونو او احتمالي سېلابونو پر مهال لازم احتیاط وکړي.
د دې ترڅنګ، د افغانستان په شمالي، مرکزي، ختیځو، جنوبختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې له دوړو سره د تېزو بادونو د رامنځته کېدو اټکل هم شوی دی.
د هوا پېژندنې ادارې په وینا، د بادونو سرعت به په ځینو سیمو کې په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۵ کیلومترو پورې ورسېږي.
اوچا: طبیعي پېښو زرګونه کسان اغېزمن کړي
بل لور ته، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د زمري په ۲۵مه ویلي چې د روان میلادي کال له پیل څخه تر اګست پورې په افغانستان کې طبیعي پېښو له ۹۲ زرو ډېر کسان اغېزمن کړي دي.
د اوچا د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې د طبیعي پېښو له امله ۹۷ کسان مړه شوي دي.
په داسې حال کې د پنځو ولایتونو کې د اورښتونو اټکل شوی چې په نورستان کې وروستیو سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي وو.



