د ایرکنډیشن اړتیا کمولو رنګ؛ دا چین جوړ کړی

د ایرکنډیشن اړتیا کمولو رنګ؛ چینایي ساینسپوهانو داسې ځانګړی رنګ جوړ کړی چې د ودانیو د تودوخې په کمولو سره د د ایرکنډیشن اړتیا کمولو رنګ په توګه کارول کېدای شي.
په چین کې د دغه ځانګړي رنګ تولید پیل شوی چې د دوبي په موسم کې د کورونو دننه تودوخه تر ۲۵ درجې سانتيګراد پورې راټیټولی شي.
د دې رنګ ازموینه د شپږو میاشتو لپاره د چین د هینان ولایت په یوه فابریکه کې په واقعي شرایطو کې ترسره شوې ده.
د ایرکنډیشن اړتیا کمولو رنګ څنګه کار کوي؟
دغه رنګ د حرارتي وړانګو د یخولو له ټکنالوژۍ څخه استفاده کوي او د برېښنا یا کومې ځانګړې یخولو مادې اړتیا نه لري. د دې ټکنالوژۍ له مخې، د لمر او تودوخې یوه برخه وړانګې بېرته منعکسېږي او د ودانۍ د ګرمېدو مخه نیول کېږي.
د راپور له مخې، د ایرکنډیشن اړتیا کمولو رنګ د کورونو ترڅنګ د عامه زیربناوو لپاره هم کارول کېدای شي.
د دغه رنګ د ازموینې پایلې ښيي چې په هغه فابریکه کې چې رنګ پکې کارول شوی، له دې مخکې د داخلي تودوخې د کمولو لپاره د اوبو د شیندلو سیستم کارول کېده؛ خو د نوي رنګ په کارولو سره د اضافي برېښنا یا انرژۍ له مصرف پرته د تودوخې کمول ممکن شوي دي.
راپور وايي، پلان شته چې په کال کې شاوخوا ۶۰۰ زره ټنه دغه ډول رنګ تولید شي. څېړونکي اټکل کوي چې د ایرکنډیشن اړتیا کمولو رنګ منځنی عمر ښايي تر ۱۵ کلونو پورې وي.
د دغه محصول د جوړولو په پروژه کې د چاینا کنسټرکشن اېکو ډیولپمنټ شرکت او د هاربین ټکنالوژۍ انستیتیوت متخصصانو ګډه ونډه اخیستې ده.
د سختې ګرمۍ پر مهال
د راپور له مخې، د ایرکنډیشن اړتیا کمولو رنګ د سختې ګرمۍ پر مهال هم د ودانیو د داخلي تودوخې په کنټرول کې مرسته کولی شي.
څېړونکي وايي، د دې ټکنالوژۍ پراخ استعمال ښايي د ودانیو د یخولو لپاره د انرژۍ اړتیا راکمه کړي. په دې توګه د ایرکنډیشن اړتیا کمولو رنګ د تودوخې د کنټرول لپاره د یوې نوې حللارې په توګه مطرح شوی دی.
د دې ټکنالوژۍ د عملي کارونې په صورت کې، د ایرکنډیشن اړتیا کمولو رنګ کولی شي د کورونو او صنعتي ودانیو د یخولو په برخه کې د انرژۍ مصرف راکم کړي.
په ټوله کې، د ایرکنډیشن اړتیا کمولو رنګ د داسې ټکنالوژۍ پر بنسټ جوړ شوی چې د لمر وړانګې منعکسوي او د ودانیو د تودوخې زیاتوالی محدودوي.



