بادغیس کې د څښاک اوبو شبکه جوړه شوه

بادغیس کې د څښاک اوبو یوه شبکه د څه باندې ۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې چې له بشپړېدو سره یې ۱۶۸۶ کورنیو ته پاکې اوبه برابرې شوې دي.
د بادغیس په مرکز قلعهنو کې د اوبو رسولو یوه شبکه بشپړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده چې له لارې یې زرګونو کسانو ته د پاکو اوبو اسانتیا برابره شوې ده.
د بادغیس د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، دغه پروژه د قلعهنو ښار په کتهچشمه سیمه کې پلې شوې او ۱۶۸۶ کورنۍ ترې ګټه اخلي.
بادغیس کې د څښاک اوبو پر شبکې څه باندې ۴۵ میلیونه افغانۍ لګېدلي
د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس قاري روزي منصوري ویلي، د پروژې ټول لګښت ۴۵ میلیونه ۹۴۸ زره او ۳۵۴ افغانۍ دی.
د نوموړي په وینا، د دې شبکې په بشپړېدو سره د کتهچشمه سیمې د اوسېدونکو د پاکو اوبو د نشتوالي ستونزه تر ډېره حل شوې ده.
منصوري زیاته کړې چې ریاست یې د خلکو د ستونزو د حل او د پراختیايي پروژو د پلي کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
بادغیس کې د څښاک اوبو پروژې مالي ملاتړ
د بادغیس د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست د معلوماتو له مخې، د اوبو رسولو دغه شبکه د ډاکار موسسې په مالي ملاتړ جوړه شوې ده.
د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د بادغیس والي ملا وليجان رحمت ویلي چې په دغه ولایت کې یو شمېر نورې پراختیايي پروژې هم د پلي کېدو په حال کې دي.
نوموړي له خلکو غوښتي چې د عامه پروژو په ساتنه او د نورو خدمتونو په وړاندې کولو کې له سیمهییزې ادارې سره همکاري وکړي.
د چارواکو په وینا، بادغیس کې د څښاک اوبو د دغې شبکې په فعالېدو سره به ۱۶۸۶ کورنۍ په دوامداره توګه پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.



