مصنوعي ځیرکتیا که انسان؛ د لیکنې اصلي لیکوال څنګه پېژندلی شو؟

مصنوعي ځیرکتیا اوس د انټرنېټي لیکنو په تولید، ژباړه او سمون کې پراخه ونډه لري، خو د انسان او ماشین د متن توپیر څنګه کېدای شي؟ څېړونکي یې نښې، محدودیتونه او پر ژبو اغېزې تشریح کوي.
تاسو پر انټرنېټ یوه مقاله لولئ. جملې روانې دي، معلومات منظم دي او لیکنه ظاهراً هېڅ ستونزه نه لري. خو ښايي د لوستلو په منځ کې یوه پوښتنه درته پیدا شي: دا متن رښتیا انسان لیکلی، که ماشین؟
څو کاله وړاندې دا پوښتنه دومره عامه نه وه، خو اوس مصنوعي ځیرکتیا د لیکنو، ژباړو، لنډیزونو، برېښنالیکونو او نورو ډیجیټلي مطالبو په تولید کې پراخه شوې ده. له همدې امله د انسان او ماشین د لیکنې ترمنځ د توپیر موندل هم ورځ تر بلې ستونزمنېږي.
د پیو څېړنیز مرکز یوې څېړنې هڅه کړې چې معلومه کړي په انټرنېټ کې څومره مطالب داسې نښې لري چې د ماشین په مرسته د تولید احتمال یې ښيي.
د راپور له مخې، څېړونکو د انګلیسي ژبې نږدې ۴۹۰ زره وېبپاڼې ارزولې. د ۲۰۲۶ کال د جولای د بېلګو په ارزونه کې نږدې لس سلنه خپرو شویو پاڼو داسې نښې لرلې چې د ماشین په مرسته د چمتو کېدو احتمال یې ښود.
راپور دا هم څرګندوي چې د چټ جي پي ټي د وروستیو بڼو له خپرېدو وروسته په ځینو نویو وېبپاڼو کې د ماشیني لیکنې اټکلي نښې تر پخوا ډېرې لیدل شوې دي.
خو اصلي پوښتنه لا هم پر خپل ځای ده: ایا موږ په ډاډ ویلی شو چې یوه لیکنه انسان کړې او که ماشین؟
مصنوعي ځیرکتیا په متن کې څنګه پېژندل کېدای شي؟
د ماشین په تولید شوي متن کې داسې کومه ځانګړې نښه نشته چې په لیدلو یې سمدستي او په بشپړ باور وویل شي چې لیکوال یې انسان نه دی.
څېړونکي د دې پر ځای د کلمو انتخاب، د جملو جوړښت، لیکنښې، تکراري عبارتونه او عمومي لیکنیز سبک څېړي. د دغو ځانګړنو ګډه ارزونه ښايي د متن د سرچینې په اړه اټکل اسانه کړي.

د طبیعي ژبې او ماشیني زدهکړې کارپوهه او په دوحه کې د کارنیګي میلون پوهنتون استاده هدی بوعمر وايي، په نظري ډول د ماشین په مرسته د تولید شویو متنونو پېژندل ممکن دي، خو د ژبنیو ماډلونو له پرمختګ سره دا کار لا پېچلی شوی دی.
د هغې په وینا، د انګلیسي ژبې لپاره د پېژندنې وسایل نسبتاً پرمختللي دي، خو د عربي په څېر ژبو کې د پراخو باوري معلوماتي زېرمو کمښت او د لیکنیزو بڼو تنوع دا چاره ستونزمنوي.
یوازې یوه نښه د ماشین لیکنه نه شي ثابتولی
د څېړنې له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې په انګلیسي ډیجیټلي لیکنو کې د اوږدې کرښې کارول نږدې دوه برابره شوي دي. د ځینو ځانګړو کلمو او عبارتونو استعمال هم زیات شوی چې څېړونکي یې له ماشیني متنونو سره تړلې نښې بولي.
خو یوازې اوږده کرښه، ځانګړې کلمه، منظمې جملې یا تکراري عبارتونه دا نه شي ثابتولی چې مصنوعي ځیرکتیا متن لیکلی دی.
انسانان هم دا ډول ژبني جوړښتونه کاروي او پرمختللي ژبني ماډلونه بیا د انسان د لیکلو بېلابېل سبکونه تقلیدولی شي.
له همدې امله د څو نښو ګډه ارزونه مهمه ده. حتی په دې حالت کې هم پایله باید د احتمال په توګه وړاندې شي، نه د قطعي ثبوت په توګه.

ولې د عربي متن پېژندل ستونزمن دي؟
د عربي ژبې په برخه کې ستونزه لا پېچلې ده. هدی بوعمر وايي، د انګلیسي په پرتله په عربي ژبه کې هغه ډیجیټلي معلومات کم دي چې د ژبنیو سیسټمونو د روزنې لپاره کارول کېږي.
د معیاري عربي او سیمهییزو لهجو ترمنځ لوی توپیر، د کلمو د جوړښت پېچلتیا او په ځینو لهجو کې د باوري معلوماتو کمښت د دې ستونزې مهم عوامل بلل کېږي.
بوعمر له خپلو همکارانو سره پر یوې داسې څېړنیزې پروژې هم کار کړی چې موخه یې د ګڼو عربي لهجو لپاره د ژبنیو سرچینو جوړول دي. دغه ډول هڅې کولی شي کمپیوټري سیسټمونه د عربي ژبې له پراخې لهجوي تنوع سره ښه بلد کړي.
ژبه سمه وي، خو کلتور هم درک کوي؟
د شارجه پوهنتون د عربي رسنیو او ډیجیټلي ژورنالیزم څېړونکې نهى میلر وايي، د عربي ژبې په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا وړتیا مخ په ښه کېدو ده، خو ستونزه یوازې ژبه نه ده.
د هغې په باور، یو سیسټم ښايي له ژبني پلوه سم عربي متن تولید کړي، خو د موضوع د تشریح لپاره د عربي ټولنو پر ځای تر ډېره پر لوېدیځو سرچینو تکیه وکړي.
د عربي نړۍ پراخ کلتوري او ژبنی تنوع هم مهم دی. یوه کلمه، اصطلاح یا جمله ښايي په یوه هېواد کې عامه وي، خو په بل هېواد کې بل مفهوم یا استعمال ولري.
همدا لامل دی چې ځینې ژبني سیسټمونه لا هم د عربي نړۍ د ټولو سیمهییزو لهجو او کلتوري توپیرونو په درک کولو کې ستونزې لري.
ماشین د رسمي لیکلو ستونزه اسانه کولی شي
د ابوظبي د نیویارک پوهنتون د کمپیوټرپوهنې استاد او د عربي ژبې د ډیجیټلي بهیر څېړونکی نزار حبش وايي، د عربي ژبې یوه مهمه ځانګړنه د معیاري ژبې او ورځنیو لهجو ترمنځ توپیر دی.
د ډېرو عربانو ورځنۍ خبرې په سیمهییزو لهجو وي، په داسې حال کې چې رسمي لیکنې په معیاري عربي ترسره کېږي. له همدې امله په رسمي او روانه عربي لیکل تمرین او مهارت غواړي.
حبش باور لري چې مصنوعي ځیرکتیا په همدې برخه کې مرسته کولی شي. یو کاروونکی کولی شي خپل فکر په عامیانه ژبه بیان کړي او د ژبې وسیلې ورسره مرسته وکړي چې هغه په روښانه او رسمي متن بدل کړي.
دا د هغو کسانو لپاره هم ګټور تمامېدای شي چې ښه نظریات لري، خو په رسمي ژبه یې د لیکلو مهارت محدود وي.
خلک ترې د څه لپاره استفاده کوي؟
د دغو وسیلو استعمال یوازې د بشپړو مقالو په لیکلو پورې محدود نه دی.
خلک ترې د برېښنالیکونو او پیغامونو د مسودو، ژباړې، د لیکنو د سمون، اوږدو مطالبو د لنډولو، رسمي اسنادو د چمتو کولو او د لومړنیو مسودو د جوړولو لپاره هم استفاده کوي.
که څه هم د عربي ژبې د کاروونکو په اړه ځانګړې او جامع شمېرې محدودې دي، حبش باور لري چې د هغوی د کارونې بڼه له نورو ژبو سره ډېر لوی توپیر نه لري.
د هغه په وینا، د عربي ژبې لپاره یې یوه مهمه ګټه دا ده چې له کاروونکو سره د عامیانه خبرو په روښانه او د لوست وړ رسمي متن بدلولو کې مرسته کوي.
مرسته کوي که د انسان وړتیا کمزورې کوي؟
له دې سره یوه مهمه اندېښنه هم پیدا شوې ده: که ماشین زموږ جملې ولیکي، ژباړه وکړي، تېروتنې سمې کړي او حتی نظریات ترتیب کړي، ایا زموږ خپله د لیکلو او فکر کولو وړتیا به کمزورې نه شي؟
نزار حبش باور لري چې خطر شته، خو پایله د کارولو په څرنګوالي پورې تړلې ده.
که یو څوک مصنوعي ځیرکتیا د خپل فکر د بدیل په توګه وکاروي او داسې مطالب ترې واخلي چې په خپله پرې نه پوهېږي، لیکنه یې ښايي ظاهراً پیاوړې وي، خو اصلي فکري محتوا به یې کمزورې وي.
خو که یو کس دغه وسیله د خپلو نظریو د ارزونې، سمون، پراختیا او ننګولو لپاره وکاروي، پایله یې لا دقیقه او نوښتګره کېدای شي.
په بل عبارت، ستونزه یوازې په وسیله کې نه ده؛ د انسان د کارولو طریقه هم مهمه ده.

ایا انسانان هم د ماشین په څېر لیکل پیلوي؟
موضوع یوازې دا نه ده چې ماشینونه د انسانانو د لیکلو سبک زده کوي. بله مهمه پوښتنه دا ده چې ایا انسانان هم ورو ورو د ماشینونو د لیکلو له بڼې اغېزمنېږي؟
نهى میلر باور لري چې دا اړیکه دوه اړخیزه ده. مصنوعي ځیرکتیا د انسانانو له لیکنو زده کړه کوي، خو خبریالان، لیکوالان او نور کاروونکي هم د ژباړې، لنډیز او سمون لپاره د ماشین وړاندیز شوې ژبه کاروي.
که پر دغو وسیلو ډېره تکیه وشي، امکان لري چې د لیکوالانو ترمنځ د جملو جوړښت، کلمې او عمومي سبکونه یو بل ته ورته شي.
دا موضوع د عربي ژبې لپاره ځانګړی اهمیت لري، ځکه اوسني سیسټمونه تر ډېره داسې عربي تولیدوي چې د پراخو مخاطبانو لپاره د پوهېدو وړ او معیاري وي.
په اوږده موده کې ښايي له همدې امله یو داسې ډیجیټلي لیکنیز سبک رامنځته شي چې تر ډېره معیاري عربي ته نږدې وي او د سیمهییزو ژبنیو ځانګړنو حضور پکې کم شي.
د عربي ژبې لپاره فرصت که ګواښ؟
د نزار حبش په باور، د دغې ټکنالوژۍ پراختیا هم فرصتونه لري او هم اندېښنې، خو مثبتې ګټې یې د پام وړ دي.
دا وسیلې کولی شي عربي کاروونکي وهڅوي چې د انګلیسي یا فرانسوي پر ځای په خپله ژبه ولیکي او خپل افکار په نسبتاً روښانه او منظم ډول بیان کړي.
له بلې خوا، پر مصنوعي ځیرکتیا ډېره تکیه د خلاقیت، بنسټیزې پوهې، د معلوماتو د یاد ساتلو او خپلواک فکر د کمزورېدو په اړه پوښتنې راپورته کوي.
له همدې امله مثبت راتلونکی دا نه دی چې ماشین د انسان پر ځای فکر او لیکل وکړي، بلکې دا دی چې له انسان سره د ښه فکر کولو او لیکلو په برخه کې مرسته وکړي.
څنګه ماشین په عربي ژبه ښه پوهولی شو؟
هدی بوعمر باور لري چې یوازې د عربي معلوماتو زیاتول بسنه نه کوي. د ژبنیو سیسټمونو د جوړولو او روزنې په څرنګوالي کې هم بدلون ته اړتیا ده.
عربي باید د یوې یوشان ژبې په توګه ونه کتل شي. معیاري عربي او د بېلابېلو هېوادونو سیمهییزې لهجې باید په ریښتینو متنونو کې د روزنې برخه وګرځي.
د عربي نړۍ د بېلابېلو سیمو څېړونکي او اصلي ویونکي هم باید د دغو سیسټمونو د جوړولو له لومړنیو پړاوونو سره یوځای شي.
دا چاره کولی شي داسې ژبني سیسټمونه رامنځته کړي چې یوازې عربي کلمې ونه پېژني، بلکې د سیمې ژبني، ټولنیز او کلتوري توپیرونه هم ښه درک کړي.

په راتلونکي کې به مهمه پوښتنه څه وي؟
د انسان او ماشین د لیکنې ترمنځ پوله په چټکۍ بدلېږي. مصنوعي ځیرکتیا له انسان سره په لیکلو، ژباړې، سمون، لنډیز او د نظریو په تنظیم کې مرسته کولی شي، خو یوازې د متن له ظاهري بڼې د اصلي لیکوال په اړه قطعي پرېکړه ورځ تر بلې ستونزمنېږي.
ښايي په راتلونکي کې اصلي پوښتنه دا نه وي چې یوه مقاله انسان لیکلې که ماشین.
تر دې به مهمه دا وي چې مفکوره د چا وه، سرچینې څومره باوري دي، معلومات چا تایید کړي، او انسان د وروستۍ لیکنې په فکر، څېړنه او جوړولو کې څومره ونډه لرله. مصنوعي ځیرکتیا مصنوعي ځیرکتیا مصنوعي ځیرکتیا مصنوعي ځیرکتیا مصنوعي ځیرکتیا مصنوعي ځیرکتیا مصنوعي ځیرکتیا
په همدې دلیل، مصنوعي ځیرکتیا د انسان د فکر بدیل نه، بلکې د سمې استفادې په صورت کې د لیکلو، څېړلو او فکر کولو مرستندویه وسیله کېدای شي.



