ایټالیا کې د شرابو غلا؛ غلو د ۵ میلیونه یورو ۳۰ زره بوتلونه په دوو ټرکونو کې یوړل

ایټالیا کې د شرابو غلا؛ اوو مخ پټو غلو د توسکاني له یوه ګودام څخه د ۵ میلیونه یورو په ارزښت ۳۰ زره قیمتي بوتلونه په دوو ټرکونو کې وړي دي.
ایټالیا کې د شرابو غلا د دغه هېواد د شرابو د صنعت له تر ټولو لویو غلاوو بلل کېږي. لږ تر لږه اوو مخ پټو غلو د توسکاني سیمې له یوه مشهور ګودام څخه د نږدې پنځو میلیونو یورو په ارزښت ۳۰ زره قیمتي بوتلونه وړي دي.
د رویټرز او اسوشیټېډ پرېس د راپورونو له مخې، غلو د «مارکېزي انتینوري» شرکت هغه ګودام په نښه کړی چې شراب پکې بهرنیو پېرودونکو ته د لېږلو لپاره چمتو شوي وو.
غلا د اکتوبر د درېیمې او څلورمې ترمنځ شپه د توسکاني په کورتونا سیمه کې شوې، خو شرکت د دوشنبې په سهار، د اکتوبر پر پنځمه، له پېښې خبر شوی دی. خبر د اکتوبر پر نهمه خپور شو. ایټالیا کې د شرابو غلا
ایټالیا کې د شرابو غلا؛ اوو غلو څنګه ۳۰ زره بوتلونه یوړل؟
د راپورونو له مخې، غلو لومړی د ګودام د خطر زنګ سیستم له کاره غورځولی او امنیتي کمرې یې بندې کړې دي.
وروسته یې د شرکت د بار پورته کولو ماشینونه کارولي، زرګونه بوتلونه یې په دوو لویو ټرکونو کې بار کړي او د شپې له تیارې په ګټې اخیستنې له سیمې تښتېدلي دي. ایټالیا کې د شرابو غلا
د غلا شویو شرابو په ډله کې د «سولایا»، «ټیګنانیلو» او «ګوادو ال تاسّو» په نومونو مشهور او قیمتي شراب شامل دي.
د ایټالیا خبري اژانس «انسا» وايي، یوازې د «سولایا» شاوخوا ۱۰ زره بوتلونه غلا شوي دي. دا د دغه ډول شرابو د کلني تولید د پام وړ برخه جوړوي.
د شرکت د معلوماتو له مخې، غلا شوي بوتلونه د ۲۰۲۳ کال تولید دي او د ډېرو بیه یې له ۱۵۰ تر ۵۰۰ یورو پورې رسېږي.
دوه ټرکونه څنګه ورک شول او غلا شوي شراب به چېرته پلورل کېږي؟
د شرکت اجرائیوي رئیس رینزو کوتاریلا ویلي، غلا په داسې دقت ترسره شوې چې د یوې منظمې او له مخکې چمتو شوې ډلې د لاس لرلو احتمال پیاوړی کوي.
هغه د غلا شویو شرابو د موندلو هیله څرګنده کړې او پوښتنه یې کړې چې له دومره قیمتي مالونو ډک دوه ټرکونه به څنګه د چا له پام پرته ورک شي.
کوتاریلا ویلي، د توسکاني پر سړکونو ګڼې امنیتي کمرې شته او ښايي د غلو د تګلارې په معلومولو کې مرسته وکړي.
د شرکت په باور، غلو ښايي د قیمتي شرابو د ډولونو او د بار د لېږلو له مهالوېش څخه مخکې معلومات لرلي وي. خو دا احتمال لا د پلټونکو له خوا نه دی ثابت شوی.
ایټالیا کې د شرابو غلا د شرکت لپاره یوازې مالي زیان نه دی؛ اوس دا اندېښنه هم شته چې غلا شوي بوتلونه به د نړۍ په بېلابېلو بازارونو کې په غیررسمي لارو وپلورل شي.
«مارکېزي انتینوري» خپلو نړیوالو پېرودونکو ته خبرداری ورکړی چې له رسمي پلورونکو پرته د دغو قیمتي شرابو مشکوکو وړاندیزونو ته پام وکړي.
دا شرکت په ۱۳۸۵ میلادي کال کې جوړ شوی، له ۲۶ نسلونو راهیسې د یوې کورنۍ تر مدیریت لاندې فعالیت کوي او د نړۍ ۱۷۰ هېوادونو ته خپل تولیدات صادروي.
په ایټالیا کې تر دې وړاندې هم د شرابو د غلا لویې پېښې شوې دي. په ۲۰۱۷ کال کې د چېرویا سیمې له یوه ګودام څخه شاوخوا دوه زره بوتلونه غلا شوي وو چې ارزښت یې ۷۵۰ زره یورو اټکل شوی و.
ایټالیايي پولیس د وروستۍ غلا پلټنې کوي. د خپرو شویو راپورونو تر مخې، تر اوسه د غلا شویو دوو ټرکونو د موندلو یا د شکمنو کسانو د نیولو خبر نه دی ورکړل شوی.



