افغانستان کې طبیعي پېښې؛ ملا برادر له نړیوالې ټولنې د عملي مرستو غوښتنه وکړه

افغانستان کې طبیعي پېښې او د اقلیمي بدلون اغېزې د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د تازه څرګندونو محور و. نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طبیعي پېښو د زیانونو د کمولو لپاره له افغانستان سره مالي او تخنیکي همکاري زیاته کړي.
ملا برادر دا څرګندونې د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې کړې دي.
هغه د هغو کورنیو له غړو سره خواخوږي څرګنده کړې چې په افغانستان او نورو هېوادونو کې یې د زلزلو، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو له امله خپل خپلوان له لاسه ورکړي یا ورته مالي زیانونه اوښتي دي. افغانستان کې طبیعي پېښې
افغانستان کې طبیعي پېښې؛ د وړاندې خبرتیا د سیسټمونو غوښتنه
ملا برادر ویلي، افغانستان په تېر کال کې د زلزلو، موسمي سېلابونو، وچکالۍ او نورو طبیعي پېښو له امله د پام وړ ځاني، مالي او اقتصادي زیانونه لیدلي دي.
د هغه په وینا، دغو پېښو د خلکو د ژوند ترڅنګ ملي زېربناوې هم زیانمنې کړې او پر اقتصادي او ټولنیز وضعیت یې منفي اغېز کړی دی.
نوموړي له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د اقلیم په برخه کې له فعالو نړیوالو بنسټونو غوښتي چې افغانستان ته د نړیوالو مالي او تخنیکي مرستو د لاسرسي زمینه برابره کړي.
هغه په ځانګړي ډول د هوا پېژندنې د عصري وسایلو، له طبیعي پېښو څخه د وړاندې خبرتیا سیسټمونو او د ژغورنې د پرمختللو تجهیزاتو په برابرولو کې د عملي همکارۍ غوښتنه کړې ده. افغانستان کې طبیعي پېښې
ملا برادر ټینګار کړی چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې نړیوالې همکارۍ باید له سیاسي مسایلو سره ونه تړل شي.
د اقلیمي عدالت په اړه د ملا برادر دریځ
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ادعا کړې چې افغانستان د شنو خونو د ګازونو په نړیوال انتشار کې د پام وړ ونډه نه لري، خو د اقلیمي بدلون له سختو اغېزو سره مخ دی.
هغه ویلي، د لویو صنعتي او تولیدي هېوادونو له فعالیتونو څخه رامنځته شوې اقلیمي ستونزې پر افغانستان هم اغېز کوي او له همدې امله باید دغه هېواد نړیوالو اقلیمي امکاناتو ته عادلانه لاسرسی ولري.
د نوموړي په خبره، افغانستان کې طبیعي پېښې د زیانونو د کمولو لپاره یوازې بېړنیو مرستو ته اړتیا نه لري، بلکې د اوږدمهاله چمتووالي او مخنیوي پروګرامونه هم مهم دي.
ملا برادر ویلي، حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مقاومت لرونکو ودانیو، د اوبو د مهار لپاره د استنادي دېوالونو او د ځنګلونو د ساتنې او بیا احیا په برخو کې کار کړی دی.
هغه د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې، نړیوالو مرستندویه بنسټونو، سوداګرو او پانګوالو د هغو مرستو یادونه هم کړې چې د طبیعي پېښو له زیانمنو شویو کورنیو سره یې کړې دي.



