حیرانوونکي ټېسټ لوبه؛ افغانستان په وروستیو شېبو کې بنګلهدېش له بریا محروم کړ

حیرانوونکي ټېسټ لوبه؛ افغانستان د صدیق اتل د سلیزې او د قیس احمد په ګډون د وروستیو توپوهونکو د مقاومت په مټ بنګلهدېش له بریا محروم کړ.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له بنګلهدېش سره حیرانوونکي ټېسټ لوبه په داسې حال کې مساوي کړه چې تر وروستیو شېبو پورې د بنګلهدېش د بریا امکان ډېر ښکارېده.
بنګلهدېش په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۴۶ منډې وکړې، خو افغانستان په ځواب کې ۲۴۰ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د پام وړ مخکښوالی ورکړ.
بنګلهدېش په دویمه پاڼۍ کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۳۷۲ منډې وکړې او افغانستان ته یې د بریا لپاره د ۴۷۹ منډو ستر هدف وټاکه.
حیرانوونکي ټېسټ لوبه؛ صدیق اتل د افغانستان د مقاومت مخکښ و
افغانستان په دویمه پاڼۍ کې د هدف ترلاسه کولو پر ځای تر ډېره هڅه وکړه چې تر وروستۍ شېبې په میدان کې پاتې شي او لوبه له ماتې وژغوري.
صدیق اتل په دې برخه کې مهم رول ولوباوه. نوموړي ۱۱۱ منډې وکړې او د ۳۳۲ توپونو په لوبولو سره یې د بنګلهدېش توپ اچوونکي د اوږدې مودې لپاره له بریا راوګرځول.
رحمت شاه ۵۱، حشمتالله شهیدي ۳۶، اکرام عليخېل ۳۳ او شاهدالله ۱۹ منډې وکړې.
د افغانستان لپاره حیرانوونکي ټېسټ لوبه هغه مهال لا ډراماتیکه شوه چې د وروستیو توپوهونکو پر اوږو د لوبې د ژغورلو مسؤلیت پاتې شو.
قیس احمد تر پایه ونه سوځېد
قیس احمد د فشار په حساسو شېبو کې مقاومت وکړ او ۴۹ منډې یې جوړې کړې. هغه تر پایه ونه سوځېد او د افغانستان د ماتې په مخنیوي کې یې مهم رول درلود.
عصمت عالم هم د ۶۰ توپونو په لوبولو سره ارزښتناک وخت تېر کړ، په داسې حال کې چې یمین احمدزي ۱۹ منډې وکړې. په وروستیو شېبو کې ضیاءالرحمن هم د قیس احمد ترڅنګ مقاومت وکړ.
افغانستان بالاخره خپله دویمه پاڼۍ په ۳۴۶ منډو پای ته ورسوله، خو د وروستۍ ورځې د وخت تر بشپړېدو یې ټول لوبغاړي ونه سوځېدل او لوبه مساوي پای ته ورسېده.
په دې توګه، هغه حیرانوونکي ټېسټ لوبه چې بنګلهدېش پکې تر ډېره د بریا په قوي دریځ کې و، د افغان توپوهونکو د اوږده مقاومت له امله بې پایلې ختمه شوه.



