افغانستان

د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر کابل ته تللی

د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر سرګي ناریشکېن کابل ته تللی او د طالبانو له استخباراتي او نورو چارواکو سره یې د معلوماتو د تبادلې او امنیتي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر سرګي ناریشکېن کابل ته تللی او د طالبانو د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق او یو شمېر نورو چارواکو سره یې خبرې کړې دي.

د طالبانو حکومت یوې سرچینې بي‌بي‌سي ته ویلي چې په دغو لیدنو کې د دواړو لورو د اړیکو پر پراختیا او استخباراتي همکاریو خبرې شوې دي.

سرچینې د ناستو د ځانګړې اجنډا په اړه جزئیات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې د معلوماتو پر تبادلې او ګډو امنیتي همکاریو بحث شوی دی.

د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر کابل کې پر څه غږېدلی؟

د راپور له مخې، د دواړو لورو ترمنځ د معلوماتو تبادله او امنیتي همکاري د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه وې.

کابل ته د سرګي ناریشکېن په کچه د یوه لوړپوړي روسي استخباراتي چارواکي سفر کمساری بلل کېږي.

دوه اوونۍ وړاندې روسیې د طالبانو د دفاع وزارت د روزنې ادارې اړوند یوه پوځي ډله د ۲۰۲۶ کال د پوځي تمرینونو لیدلو ته وربللې وه. د راپور له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په دغو تمرینونو کې ګډون کړی و.

د مسکو او کابل امنیتي اړیکې

روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی او کابل هم د تېر جولای په میاشت کې ویلي وو چې له مسکو سره یې د امنیتي همکاریو یوه هوکړه لاسلیک کړې ده.

د د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر سفر په داسې مهال شوی چې په وروستیو میاشتو کې د کابل او مسکو ترمنځ امنیتي او سیاسي اړیکې پراخې شوې دي.

تر دې وړاندې، د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالن هم په سپټمبر کې کابل ته تللی و. وروسته راپورونه خپاره شول چې د هغه د سفر یوه موخه د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د کړکېچ د کمولو هڅه وه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم د مسکو فارمټ په غونډه کې ویلي وو چې هېواد یې چمتو دی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په عادي کولو او د کړکېچ په کمولو کې منځګړیتوب وکړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button