د پنجشیر زمرد؛ کابل کې د نږدې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت وپلورل شول

د پنجشیر زمرد په کابل کې د لومړي ځل لپاره داوطلبۍ ته وړاندې شول او ۶۳۹۵ قیراطه زمرد د نږدې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت وپلورل شول.
په کابل کې د افغانستان د نړیوال نندارتون په ترڅ کې د پنجشیر ولایت د زمردو د پلور لومړنۍ داوطلبي ترسره شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، دغه داوطلبي د ۱۴۰۵ کال د لړم په اوومه ترسره شوې چې موخه یې د پانګهوالو راجلبول او د هېواد د قیمتي ډبرو بازارموندنه وه.
د پنجشیر زمرد؛ په کابل کې لومړنۍ داوطلبي
د وزارت ویاند مفتي همایون افغان ویلي، تر دې وړاندې د پنجشیر زمرد د دغه ولایت په مرکز کې پلورل کېدل، خو دا لومړی ځل دی چې داوطلبي یې په کابل کې د نړیوال نندارتون پر مهال ترسره کېږي.
په مراسمو کې د کانونو وزارت چارواکو، کورنیو پانګهوالو او داوطلبانو ګډون کړی و.
د وزارت په وینا، زمرد د کیفیت، روڼتیا او کریسټالي جوړښت له مخې وارزول شول او وروسته پېرودونکو ته وړاندې شول.
د زمردو د پلور بیې او ګټونکي
د داوطلبۍ په پایله کې حاجي صبور ۲۰۰ قیراطه زمرد په ۳۰۰ زره افغانۍ او حاجي لطیف ۱۰۰ قیراطه زمرد په درې میلیونه او ۵۰۰ زره افغانۍ ترلاسه کړل.
ذبیح قرهباغ ۷۱۸ قیراطه زمرد په دوه میلیونه او ۳۵ زره افغانۍ او ۱۸۴۰ قیراطه نور په درې میلیونه او ۲۵۰ زره افغانۍ وپېرل.
حاجي دادالرحمن ۱۰۳۳ قیراطه زمرد په یو میلیون او ۵۳۲ زره افغانۍ او حاجي زبیر ۲۵۰۴ قیراطه زمرد په پنځه میلیونه او ۳۱۰ زره افغانۍ ترلاسه کړل.
د اعلان شویو شمېرو له مخې، په ټولیز ډول ۶۳۹۵ قیراطه زمرد د ۱۵ میلیونه او ۹۲۷ زره افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي.
د پنجشیر زمرد د افغانستان له ارزښتناکو معدني محصولاتو څخه دي.
د کانونو وزارت هیله لري چې دا ډول داوطلبۍ به د قیمتي ډبرو بازار پراخ او په کانونو کې پانګونه زیاته کړي.



