اقتصاد او سوداګري

د پنجشیر زمرد؛ څه باندې ۳ زره قیراطه زمرد په څه باندې ۴ میلیونه افغانیو وپلورل شول

د پنجشیر ولایت ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت له کانونو تازه استخراج شوي د پنجشیر زمرد یو ځل بیا د داوطلبۍ له لارې پر سوداګرو پلورل شوي دي.

د پنجشیر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویاند سیف‌الدین لټون ویلي، دا ځل ۳ زره او ۲۰۸ قیراطه د پنجشیر زمرد د کانونو د څارنې کمېټې، سیمه‌ییزو چارواکو او سوداګرو په حضور کې د ازادې داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.

د نوموړي په وینا، د دغو زمردو ټولیز ارزښت ۴ میلیونه، ۱۳۹ زره او ۴۰۰ افغانۍ ته رسېدلی دی.

د زمردو پلور د داوطلبۍ له لارې ترسره شو

چارواکي وايي، د زمردو د پلور بهیر د روڼتیا د تأمین لپاره د اړوندو ادارو او سوداګرو په حضور کې ترسره کېږي، څو د قیمتي ډبرو د پلور عواید په منظم ډول راټول شي.

د پنجشیر کانونه د افغانستان له مهمو قیمتي ډبرو لرونکو سیمو څخه ګڼل کېږي او د دغه ولایت زمرد د لوړ کیفیت له امله په کورنیو او نړیوالو بازارونو کې ځانګړی شهرت لري.

د پنجشیر زمردو پلور دوام لري

د پنجشیر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې هم زرګونه قیراطه د پنجشیر زمرد د داوطلبۍ له لارې پر کورنیو سوداګرو پلورل شوي دي.

چارواکي باور لري چې د زمردو منظم استخراج او قانوني پلور کولی شي د کانونو سکټور د عوایدو په زیاتوالي او د سیمې په اقتصادي فعالیتونو کې مهم رول ولوبوي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button