سیاست

د هرمز تنګي پرانیستل؛ عراقچي د ایران د شرطونو منلو ته د امریکا ځواب غواړي

د هرمز تنګي پرانیستل د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو له پایلو سره تړلي دي. عباس عراقچي وایي، که واشنګټن د تهران شرطونه ومني، تنګی به بله ورځ پرانیستل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، که امریکا د تهران شرطونه د وړاندیز شوي پلان په لومړۍ ورځ ومني او عملي یې کړي، د هرمز تنګی به په دویمه ورځ بېرته پرانیستل شي.

عراقچي له الجزیرې خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي چې د قطر د منځګړیتوب له لارې له امریکا سره غیرمستقیمې خبرې روانې دي.

د نوموړي په وینا، د ایران هغه وړاندیز چې مخکې د «اوو ورځو پلان» په نوم یادېده، اوس په دوه ورځني پلان بدل شوی دی.

هغه ټینګار کړی چې د هرمز تنګي پرانیستل د امریکا له عملي اقداماتو سره تړاو لري او تر اوسه د دواړو لورو ترمنځ وروستۍ هوکړه نه ده شوې.

د هرمز تنګي پرانیستل؛ د دوه ورځني پلان جزییات

عراقچي د یکشنبې په ورځ ویلي چې د هغه د سفر موخه له امریکایي چارواکو سره مستقیمې خبرې نه وې، بلکې له منځګړو سره د وړاندیز شوي پلان پر جزییاتو سلا مشورې روانې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په وینا، خبرې د عملي کېدو پر لور روانې دي، خو وروستۍ پایله به د امریکا په ځوابونو پورې تړلې وي.

هغه زیاته کړې چې ایران د ډیپلوماسۍ او دفاع دواړو لپاره چمتو دی او راتلونکی ګام به د واشنګټن په دریځ پورې اړه ولري.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې په فارس خلیج کې پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو راپورونو د سیمې د امنیت او د انرژۍ د لېږد په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د قطر پر ګازو لېږدوونکې بېړۍ برید او د پاکستان اندېښنې

د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې (UKMTO) د دوشنبې په ورځ، د نومبر په دویمه، ویلي چې د سعودي عربستان د راس الخفجي سیمې ختیځ ته په ۷۲ سمندري میله واټن کې یې د یوې سمندري پېښې راپور ترلاسه کړی دی.

د ادارې د معلوماتو له مخې، یوه تېل‌لېږدوونکې بېړۍ چې د فارس خلیج له لارې د سوېل ختیځ پر لور روانه وه، د دوو نامعلومو توغندیو هدف ګرځېدلې ده.

تر دې یوه ورځ وړاندې د قطر د مایع طبیعي ګازو لېږدوونکې بېړۍ د په نښه کېدو راپور هم خپور شوی و.

د خلیج د همکارۍ شورا پر دغو پېښو اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول بریدونه د سیمې امنیت او د نړیوالو سمندري لارو خوندیتوب ګواښي.

د بلومبرګ د راپور له مخې، د قطر د ګازو یوه بېړۍ د پاکستان پر لور روانه وه او اسلام‌اباد یې د خوندي تګ راتګ په تړاو له تهران سره اړیکې نیولې وې.

د بېړیو د تعقیب د وېبپاڼې «MarineTraffic» د معلوماتو له مخې، د «المایده» په نوم بېړۍ د اکتوبر په ۳۰مه د قطر له راس لفان څخه روانه شوې وه.

ټاکل شوې وه چې دغه بېړۍ د نومبر په دویمه د کراچۍ پورټ قاسم بندر ته ورسېږي، خو د راپور د خپرېدو تر مهاله لا هم د فارس خلیج په اوبو کې وه.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د «ناقلات» شرکت اړوند دغه بېړۍ د جمعې په ماښام د نامعلومو توغندیزو یا الوتونکو شیانو هدف ګرځېدلې وه.

قطر تر اوسه د برید پړه پر کوم هېواد نه ده اچولې، خو ټینګار یې کړی چې دا ډول پېښې د نړیوالې انرژۍ رسونې او سمندري امنیت لپاره جدي خطرونه رامنځته کوي.

پاکستان او ایران هم د یادې بېړۍ د برید په اړه تر اوسه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

د هرمز تنګي پرانیستل اوس د روانو ډیپلوماټیکو هڅو یوه مهمه موضوع ده، خو د ایران او امریکا ترمنځ د وروستۍ هوکړې تر اعلان پورې د دغه سمندري مسیر د بېرته پرانیستلو کره وخت نه دی معلوم. د هرمز تنګي پرانیستل د هرمز تنګي پرانیستل د هرمز تنګي پرانیستل

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button