افغانستان

طالبانو د ځنګلونو د ساتنې ځانګړې پولیس ګومارلي دي

د ځنګلونو د ساتنې ځانګړې پولیس په افغانستان کې د ونو د ناقانونه وهلو، د لرګیو د قاچاق او د پاتې ځنګلونو د ویجاړېدو د مخنیوي لپاره ګزمې کوي.

د افغانستان په ختیځو غرنیو سیمو کې د ځنګلونو د ساتنې ځانګړې پولیس د هغو ځنګلونو د خوندي کولو لپاره ګزمې کوي چې له څو لسیزو جګړو، اقلیمي بدلون او د ونو له بې‌درېغه وهلو وروسته پاتې دي.

دغه پولیس پوځي جامې اغوندي، پر اوږو وسلې ګرځوي او د څو ورځو لپاره په سختو غرنیو لارو، ژورو درو او لوړو غرونو کې مزل کوي.

دوی د «شنو قطعاتو» په نوم د هغه ځانګړي ځواک غړي دي چې د طالبانو حکومت د افغانستان د پاتې ځنګلونو د خوندي کولو لپاره جوړ کړی دی.

که د افغانستان غرنیو سیمو ته له هوا څخه وکتل شي، تر لرې واټن پورې داسې غرونه تر سترګو کېږي چې نه ونې لري او نه هم شنه بوټي.

څو لسیزو جګړو، د لرګیو قاچاق، د ونو ناقانونه پرېکولو او اقلیمي بدلون د افغانستان ځنګلونه سخت زیانمن کړي دي.

افغانستان څنګه خپل ځنګلونه له لاسه ورکړل؟

د شمالي کارولاینا ایالتي پوهنتون د ځنګلونو او وحشي ژوو د سرچینو د څانګې د څېړنیز استاد مرستیال محمد ناصر شالېزی وايي، د افغانستان ډېری ځنګلونه د ۱۹۷۹ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ له منځه تللي دي. د ځنګلونو د ساتنې ځانګړې پولیس د ځنګلونو د ساتنې ځانګړې پولیس

د هغه په وینا، د شوروي اتحاد له یرغل څخه د طالبانو د لومړي حکومت تر نسکورېدو پورې افغانستان خپل شاوخوا ۵۰ سلنه ځنګلونه له لاسه ورکړي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د معلوماتو له مخې، د ونو ناقانونه پرېکول او د لرګیو قاچاق د ځنګلونو د ویجاړېدو له مهمو لاملونو څخه وو.

دغه ستونزه تر ډېره د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې جدي وه، چې د څېړیو، نښتر او نورو مخروطي ونو لرګي پکې قاچاق کېدل.

جګړو، اورلګېدنو او د سون، پخلي او ودانیزو چارو لپاره د لرګیو پراخ استعمال هم د ځنګلونو په له منځه تلو کې ونډه لرلې ده.

پر دې سربېره، اقلیمي بدلون، د کرنیزو ځمکو پراخول، کان‌کېندنې او ودانیزو چارو هم د هېواد ځنګلونه زیانمن کړي دي.

د افغانستان څومره ځنګلونه پاتې دي؟

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي، څو پېړۍ وړاندې د افغانستان د اوسنۍ خاورې شاوخوا پنځه سلنه برخه په ځنګلونو پوښلې وه.

د پستې، بادامو او ارچې ونو ځنګلونو بیا د هېواد شاوخوا ۳۳ سلنه ځمکه پوښلې وه.

خو اوس ځنګلونه او په بوټو پوښلې سیمې د افغانستان د ټولې خاورې یوازې ۲.۸ سلنه برخه جوړوي.

د ځنګلونو د ساتنې ځانګړې پولیس هڅه کوي چې د پاتې ځنګلونو د لا زیاتې ویجاړتیا مخه ونیسي.

د ځنګلونو ویجاړېدل او د طبیعي پېښو زیاتېدل

د ځنګلونو له منځه تلل یوازې یوه چاپېریالي ستونزه نه ده، بلکې د افغانستان د ګڼو اوسېدونکو ژوند هم له خطر سره مخ کوي.

د ونو ریښې خاوره ټینګوي او د ځمکې د تخریب او ښوېدو مخه نیسي. کله چې ونې پرې شي، د سختو ورښتونو پر مهال د سېلونو او ځمکې ښوېدو خطر زیاتېږي.

په افغانستان کې هر کال د سېلونو، واورې ښویېدنې او ځمکې ښوېدو له امله سلګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ملګرو ملتونو په وینا، افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې ډېر زیانګالي دي، خو له اغېزو سره د مبارزې لپاره یې امکانات محدود دي. د ځنګلونو د ساتنې ځانګړې پولیس د ځنګلونو د ساتنې ځانګړې پولیس

4befbde6 273e 4d1d 9278 20a12afb2a6c
طالبانو د ځنګلونو د ساتنې ځانګړې پولیس ګومارلي دي

افغان چارواکو د ملګرو ملتونو د اقلیم په ۳۱مه غونډه (COP31) کې د څارونکو په توګه د ګډون بلنه ترلاسه کړې وه.

دا په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته دویم ځل دی چې افغان چارواکو ته په دغو غونډو کې د ګډون بلنه ورکول کېږي.

د چاپېریال ساتنې، روزنې او پراختیا د موسسې مشر عبدالهادي اڅکزی وايي، د ونو د پوښښ کمېدو لا دمخه په افغانستان کې د تودوخې د درجې په لوړېدو کې اغېز کړی دی. د ځنګلونو د ساتنې ځانګړې پولیس

د ځنګلونو د بېرته راشنه کولو هڅې

په داسې حال کې چې اقلیمي بدلون د سختو طبیعي پېښو خطر زیات کړی، د ځنګلونو بېرته راشنه کول تر بل هر وخت ډېر اهمیت لري.

د اغاخان بنسټ د افغانستان په یو شمېر غرنیو سیمو کې د ځنګلونو د بېرته راشنه کولو پروژې پلي کوي.

دغه بنسټ هغو سیمو ته لومړیتوب ورکوي چې اوسېدونکي یې له ونو تشو غرونو په لمنو کې ژوند کوي.

د اغاخان بنسټ د کرنې او اقلیمي بدلون د نړیوالو پروګرامونو مشر اپوروا اوزا وايي، د دغو پروژو موخه یوازې د چاپېریال ساتنه نه ده، بلکې د طبیعي پېښو پر وړاندې د خلکو خوندي کول هم دي.

هغه وايي: «دا یوازې د خلکو د معیشت یا چاپېریال موضوع نه ده، بلکې په حقیقت کې د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره یو اقدام دی.»

په افغانستان کې بېلابېلو حکومتونو د پاتې ځنګلونو د ساتنې او د ویجاړو شویو ځنګلونو د بېرته راشنه کولو هڅې کړې دي.

د امریکا له ملاتړه برخمن پخواني حکومت او د طالبانو اوسني حکومت دواړو د ځنګلونو د ساتنې قوانین پلي کړي او د نیالګیو کښېنولو پروګرامونه یې جوړ کړي دي.

د ځنګلونو د ساتنې ځانګړې پولیس څه دنده لري؟

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته تر رسېدو وروسته د ځنګلونو د خوندي کولو لپاره ځانګړې ګزمې جوړې کړې.

د ځنګلونو د ساتنې ځانګړې پولیس د ونو د ناقانونه پرېکولو او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي ترڅنګ، د ځنګلونو د اهمیت په اړه خلکو ته پوهاوی هم ورکوي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ویاند شېر محمد حاتمي په وینا، په ټول افغانستان کې شاوخوا زر کسان په دغو ځانګړو قطعاتو کې دنده ترسره کوي.

حاتمي وايي، په تېرو پنځو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۱۲۶ میلیونه نیالګي او قلمي بوټي کښېنول شوي دي.

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رفیع بیا وايي، په تېرو ۱۵ کلونو کې د ځنګلونو تر پوښښ لاندې ځمکه ۴۲۷ زره هکټاره پراخه شوې ده.

دغه اندازه له دوو میلیونو او ۱۳۵ زره جریبه ځمکې سره برابره ده.

67ea618a 6ff3 4e85 93a2 049bf8b357f8
طالبانو د ځنګلونو د ساتنې ځانګړې پولیس ګومارلي دي

ایا یوازې د نیالګیو کښېنول بسنه کوي؟

محمد ناصر شالېزی وايي، په تېرو دوو لسیزو کې د ځنګلونو د له منځه تلو کچه د پام وړ راټیټه شوې ده.

د هغه په وینا، داسې نښې هم شته چې د افغانستان په ځینو سیمو کې ځنګلونه ورو ورو بېرته راشنه کېږي.

خو نوموړی ټینګار کوي چې یوازې د نیالګیو کښېنول د ځنګلونو د پراخېدو ضمانت نه شي کولای.

شالېزي له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې د کابل پوهنتون د ځنګلونو او طبیعي سرچینو په څانګه کې هم تدریس کړی دی.

هغه وايي: «دوی ونې ږدي او شمېرې یې اعلانوي، خو وروسته نه ګوري چې له دغو کښېنول شویو ونو څخه څومره یې ژوندي پاتې شوې دي. معمولاً د نیالګیو د وچېدو کچه ډېره لوړه وي.»

د نوموړي په وینا، ناسم مدیریت اوس د افغانستان د ځنګلونو پر وړاندې له سترو ګواښونو څخه دی.

د بېلګې په توګه، په ځنګلي سیمو کې د څارویو څرول د نویو کښېنول شویو نیالګیو د له منځه تلو سبب کېږي.

د ځنګلونو د ساتنې ځانګړې پولیس کولای شي د ونو د ناقانونه وهلو مخه ونیسي، خو یوازې ګزمې د ځنګلونو د ورو ورو کمزوري کېدو ستونزه نه شي هوارولای.

په کونړ کې د ځنګلونو د ساتنې ځانګړې پولیس

ډیورنډ کرښې ته څېرمه د کونړ ولایت ختیځې سیمې د افغانستان له هغو لږو برخو څخه دي چې لا هم پراخ او ګڼ ځنګلونه لري.

له کنډو کپرو ډکې خامې لارې څخه تر شاوخوا درې ساعته سفر وروسته یوې داسې سیمې ته رسېږو چې د شنو قطعاتو غړي پکې ګزمې کوي.

دغو غرونو د جلغوزیو، څېړیو او نښتر ګڼې ونې پر خپلو لمنو ساتلې دي.

د ځنګلونو د ساتنې ځانګړې پولیس په دغو سیمو کې د ونو د ناقانونه وهلو د مخنیوي لپاره پر سختو غرنیو لارو تګ راتګ کوي.

د دې قطعې ۲۲ کلن ساتنمن خیرالرحمان له پنځو کلونو راهیسې په دغه ځواک کې دنده ترسره کوي.

هغه وايي: «اوس د خپلو ځنګلونو په اړه په ډاډ ویلی شم چې په کونړ کې هېڅوک نه شي کولی هغوی ته زیان ورسوي.»

لس کسیزې ډلې او اوږدې ګزمې

د شنو قطعاتو هره ډله لس غړي لري چې په یوه وار له لسو څخه تر ۱۲ ورځو پورې په ځنګلي سیمو کې ګزمې کوي.

د ځنګلونو د ساتنې ځانګړې پولیس ډېری وخت د سیمې له اوسېدونکو سره په ګډه کار کوي، ځکه ځايي خلک له غرنیو لارو او درو سره ښه بلد دي.

محمد نعیم د دغو قطعاتو یو بل غړی دی چې اصلاً د هلمند ولایت اوسېدونکی دی.

هلمند تر ډېره دښتي سیمه ده، خو د کونړ شنو غرونو او ګڼو ځنګلونو محمد نعیم ځان ته راجلب کړی دی.

هغه وايي: «ځنګلونه ډېر ښکلي دي، همدا وجه وه چې زه دې سیمې ته راغلم. زه دلته له دې ټولو ښکلاوو خوند اخلم او پر خپلې دندې ډېر خوښ یم.»

د ژوندیو ونو پرېکول منع دي

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند جګړن فریدالله دهقان وايي، په دغه ولایت کې د ژوندیو ونو پرېکول په کلکه منع دي.

د هغه په وینا، ان د وچو ونو د پرېکولو لپاره هم خلک باید له اړوندو ادارو جواز ترلاسه کړي.

دهقان د ځنګلونو ساتنه د پاکې هوا او د انسانانو د ژوند لپاره مهمه بولي او ټینګار کوي چې د ځنګلونو خوندي کول د ټولو ګډ مسوولیت دی.

د ځنګلونو د ساتنې ځانګړې پولیس د دغو بندیزونو د پلي کولو او د ناقانونه فعالیتونو د مخنیوي لپاره په بېلابېلو سیمو کې ګزمې کوي.

د امریکا له ملاتړه برخمن پخواني افغان حکومت هم د ونو د وهلو د مخنیوي لپاره سخت اقدامات کړي وو، خو پاکستان ته د لرګیو قاچاق دوام درلود.

اوسني چارواکي ادعا کوي چې د دوی د سختو اقداماتو له امله د لرګیو قاچاق کم شوی دی.

31992e2b b86f 416b b8ee 2d986a6bb18a
طالبانو د ځنګلونو د ساتنې ځانګړې پولیس ګومارلي دي

د ځنګلونو ساتنه او خلکو ته عامه پوهاوی

د شنو قطعاتو دنده یوازې په غرونو او ځنګلونو کې ګزمې کول نه دي.

د ځنګلونو د ساتنې ځانګړې پولیس له سیمه‌ییزو اوسېدونکو سره غونډې کوي او د ځنګلونو د اهمیت، د ونو د پرېکولو د زیانونو او د وحشي ژوو د ساتنې په اړه معلومات ورکوي.

د دغو هڅو یوه برخه د ښکار د بندیز په اړه د خلکو خبرول دي، څو وحشي ژوي وکولای شي بېرته خپلو طبیعي استوګنځایونو ته وګرځي.

خیرالرحمان وايي: «موږ ځنګلي سیمو ته ځو، خلک راټولوو او د ځنګلونو د اهمیت او د ونو د پرېکولو د زیانونو په اړه ورسره خبرې کوو.»

نوموړی زیاتوي چې د عامه پوهاوي دغه هڅې یوازې د کابل د چارواکو په امر نه ترسره کېږي، بلکې د اسلام د پیغمبر له لارښوونو سره هم تړاو لري.

هغه وايي: «په یوه اسلامي ټولنه کې د دا ډول لارښوونو منل یوه لازمي دنده ده.»

د افغانستان د پاتې ځنګلونو ساتنه د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې یوه مهمه برخه بلل کېږي.

که څه هم ځانګړې ګزمې د ونو د ناقانونه وهلو او قاچاق په مخنیوي کې مرسته کولای شي، خو د کارپوهانو په وینا، د ځنګلونو اوږدمهاله خوندي کول منظم مدیریت، د نیالګیو دوامدارې پالنې او د سیمه‌ییزو خلکو همکارۍ ته اړتیا لري.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button