د خوشالی خبر! طالبان یوځل بیا اوربند ته چمتو دي
د خوشالی خبر! طالبان یوځل بیا اوربند ته چمتو دي. طالب مشرانو ومنله چې طالبان به د راتلونکي کوچني اختر درې ورځې به اوربند او تر هغه وروسته به تر لوی اختره پوري مکمل اورکم وکړي.د دې نه وړاندې هم طالبانو د اوربند اعلانونه کړي وو.
د طالبانو سرچینو وویل چې دا پرېکړه به د تکرکیې په کانفرانس کې رسمآ اعلان کړي.د ترکیې کانفرانس چې د اپریل میاشتې په وروستیو کې را بلل شوی دی پر اجنډا یې له وړاندي له طالب مشرانو سره د امریکا؛ ترکیې؛ قطر او پاکستان چارواکو خبرې کړي دي.طالب سرچینې وايي چې تر دې دمه د ترکیې کانفرانس لپاره پر ۴ مهمو ټکو خبرې شوي چې وروسته به وضحه شي.
طالبان به اوربند او اورکم ته چمتوالی لری او په مقابل کې به یې افغان حکومت د طالبانو پاتې نور زندانیان ازادوي.د خپلمنځي خبروو دوام به په دوحه کې کېږي او د استنبول کانفرانس کې به افغان حکومت او طالبان یو بل ته ژمنې ورکوي او ځیني هیوادونه به د همدغو ژمنو ملاتړ او تعقیب کوي چې ښايي د ذمه واري هم واخلي.
دغه ډله وايي امریکايي چارواکو په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د پاتې کېدو د مودې د غځولو غوښتنه کړې ده؛ چې ښايي دروان کال تر سپټمبر پوري یې نېټه وغځول شي.سرچینې وايي چې بره یادې شوې موضوعات به د ترکیې د غونډې په اعلامیه کې شاملې وي.او هملته به ېې اعلانونه هم وشي.
طالب سرچینو وویل چې که څه هم د افغان لوري سره په دوحه کې مذاکراتي سلسله پرېشوې ده خو تر ډېره بریده امریکايي پوځي چارواکي؛ د امریکا د مذاکراتو ډله؛ ملګري ملتونه؛ ترکیه او ځیني نور هیوادونه له پاکستان او طالبانو سره دافغانستان پر سوله په خبرو بوخت دی.او غواړي دا موضوع یو طرف ته شي.